افغانستان

یوناما: جف فیشر د هرشکمن صندوق د ځانګړې څېړنې صلاحیت لري

نن ټکی آسیا(دوشبنه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی دفتر «یوناما» وايي چې د ټاکنو د بیا کتنې په پروسه کې د ملګرو ملتونو یو کارپوه جف فیشر دا صلاحیت لري چې هرشکمن صندوق تر ځانګړې څارنې لاندې ونیسي.

یوناما په خپل پروني خپور کړي بیان کې ويلي دي چې فیشر به د کمیسیون نورو کمیشنرانو ته لازمې مشوره ورکوي او له دوی سره به د رایو د باطلولو او نورو برخو کې مرسته کوي.

د یوناما په پروني بیان کې دا هم ویل شوي دي چې د دوی په هڅو د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دې ته غاړه کېښوده چې دوی به خپل څارونکې د رایو د بیا کتنې پروسې ته ورلېږي.

ویل کېږي چې یوناما له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ځانګړیو خبرو کې په پنځو هغو مواردو بحث کړی چې ډاکټر عبدالله عبدالله پرې د ناسموالي تور پوري کړی و.
د یوناما ویاندې نیلاب مبارز رسنیو ته ویلي چې دوی ډاکټر عبدالله عبدالله ته قناعت ورکړی او په دې يې راضي کړی دی چې خپل څارونکي به دې پروسې ته ورلېږي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هم د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم دغه اقدام ستایلي دی او ویلي يې دي چې د دې روانې میلادي میاشتې تر پایه باید نوی ولسمشر په کار پیل وکړي.

د ټاکنو د دې پروسې اړوند سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې د بهرنیانو مستقیمه لاسوهنه او دهغو بې دريغه صلاحیتونه د دې باعث شول چې اوس نو عام وګړي د رسنیو په یو طرفه تبلیغاتو هم باور نه کوي او په کلیو اوبانډو کې لا هم دغه پروسه یوه بین الافغاني پروسه نه ګڼل کېږي.

که څه هم د نوماندانو مبلغین هڅه کوي چې دا هر څه یوه اړتیا ثابته کړي خو وروستیو ناندریو د ولس باور صفر ته ښکته کړی دی.
ټاکل شوې وه چې په روانه لمریزه میاشت کې به نوی ولسمشر د لوړي مراسم ترسره کوي اوس چې نږدې میاشت نیمايي ته رسېږي لا هم برخلیک ناڅرګند دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x