افغانستاننړۍ

اسلام اباد هوايي ډګر مسوولينو هغه درې افغانان نيولي چې په جعلي اسنادو يې بهر ته سفر کولو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ١ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلام اباد د هوایي ډګر پولیسو د دوه ښځو په شمول درې افغانان نيولي دي چې غوښتل يې په جعلي اسنادو جرمني ته ولاړ شي.

ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې سرچينو ويلي دي چې ندا خروټې، شيبا امين او عبدالباعث خروټي غوښتل چې په جعلي اقامت نامو باندې اروپايي هېواد ته ولاړ شي.

راپور زياته کړې چې د اسنادو د چيک او ټاپې وهلو (اميګريشن) پر مهال معلومه شوه چې دغه درې کسانو جعلي اسناد درلودل.

د پاکستان تحقیقاتي ادارې دغه درې افغانان نيولي او د انساني قاچاق خلاف اړوند څانګې ته يې د نورو څېړنو لپاره انتقال کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت تر دې دمه د يادو کسانو د نيونې په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې هم اسلام اباد هوايي ډګر مسوولينو ځينې افغان نجونې ځورولي وى چې وورسته د پاکستان حکومت په پېښه کې د ښکېلو کسانو خلاف هغه مهال  اقدام وکړ چې په ټولنیزو رسنیو کې يې په اړه غوغا جوړه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ُطاهر

پخوا لکه د نورو هیوادونو په شان په آزاده توګه له کابله دوبی ، دهلی، استامبول، مسکو، تهران، دوشنبه او نورو ښارونوته په ترانزیت الوتنو کی تلو او عزت مو هم خوندی ووو. اوس یوه لار لرو چی فقط پاکستان دی او تور پنجابیان مو کله ښځی او کله نارینه هم بیعزته کو ی او هم ټګټونه را باندی څو چنده خرڅوی. او هم د ترانزیت اجازه نه راکوی او که ترانزیت ځو هم باید د دوی ناولی ویزه واخلو. زه نه پوهیږم چی طالبانو مونږ آزاد کړوو که نه هسی یی په افغانستان کی بندیان او د پاکستان غلامان… نور لوستل »

جبران خلیل

د تور پنجابی دا خبره دې له ځان سره کیده که لګ شان ایمان لرې نو انسانیت په رنګ باندې بینا نه دې اول خو پکار د چې لګ انسانیت ایذده کړې دویمه خبره دا د چې د غلطو کړنو د وکالت په ځائ پکار د چې د امر بلمعروف او نهی عن المنکر د لارې داسې واقعاتو ته پام وکړې

ُطاهر

دا چی هیڅ ځای ته سفر نشو کولای که یی کووو هم د پاکستان له لاری به ځو او څو چنده پیسی به ورکووو او هلته به مو ځوروی اوکله به مو بندی کوی او هیڅ بله چاره هم نلرووو. ددی خبری سره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر څه را بطه ده؟ دا ستا خبر څه معنا؟ که طالب یی هم سړی خو به وی او منطق د باید درلودی؟ زه درباندی شرمیږم چی داسی به منطقه خبری کوی؟ هغه دینی درس خو به د لږ ویلای وی چی حد اقل د خبرو منطق دی پکی زده کړی… نور لوستل »

طوطی

لږ صبر کوه یار دا خو لا د فلم ستارټ دی.

طوطی

طلب خو ویل چی داسی حکومت به راولو چی هر افغان ځان پکی ووینی. په ریښتیا هم چی هماسی حکومت راوست ټولو ته یی ضرر ورسید او ټول پکی بی عزته شول مګر صرف یوه غلامه طبقه چی په مؤقتی توګه به واک او عزت ولری خو بالاخره به هغوی نه هم پرتوګونه وستل کیږی تر څو چی تا پاکستان وی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx