نظــر

تور انگریز

حفيظ الدين پيرزاده

انگریز په سلونو کاله د ھند پر لویه وچه حکومت وکړ‎.
په ۱۹۴۷ م کې د اشغال مريي ( لیدونکی ) شکل پای ته ورسید.
اشغال اصلي پړ‎او ته داخل شو؛ فکري اشغال، کلتوري او مذھبي اشغال!

د ھیوادونو نیول، د ھغوی طبیعي زیرمې لوټل د اشغال ضمني موخه وي، اصلي یې ھماغه د غربي تھذیب ترویجول دي!

انگریز، ھسپانیا، پرتگال، فرانسه، ایټالیا او نورو چې د نړ‎ۍ کوم ھیوادونه نیولي وو، ھلته اوس ھم ددې ھیوادونو، ژبې، کلتور، لباس او نور تر خپلو ھغو مقدَم او بھتر گڼل کیږ‎ي!

د ھند پر لویه وچه لا اوس ھم د انگریز قانون چلیږ‎ي، انگریزي لباس او انگریزي ویل ورته د ترقۍ رمز ښکاري!

د ھند و پاک په دفترونو کې انگریزي اوس ھم سرکاري ژبه دہ.
یواځې توپیر دا دی اوس ھلته زیړ‎ پکې تور، په شړ‎شمو غوړ‎ انگریز ناست دی چې په انگریزۍ ویلو کې ھم د خپل سټایل ( انډین اکسنټ ) څښتن دی. انگریزي کلتور، ژبه، دین او په ټوله کې غربي تھذیب تر خپل ھغه په لا شعوري توگه بھتر بولي.

دوستانو!
افغانستان د نورو ھیوادونو په څېر ډیر عمر د اشغال تر مستقیمې مداخلې لاندې نه دی تیر کړ‎ی نو ھمدا لامل دی چې دلته د انگریز فکري سپاھیان ( تور انگریز ) ھم کم دي.

امریکایانو د ظاھر شاہ په پاچاھۍ کې د خارجي بورسونو له لارې پر ځینو ذھینو محصلینو پانگونه وکړ‎ہ، خپلو علمي اکاډمیو ته یې واستول چې ډیری یې د بیروت د امریکایي پوھنتون پیداوار دي لکه غني، خلیلزاد او پاته نور یې د نورو غربي پوھنتونونو تولیدات!

ھمدې خلکو د امریکا په اشغال کې خارجیانو ته د خپل وطن لارې، گودرې ښودلې دي، ھمدا خلک په تیرو شلو کلونو کې د اشغال د کاروان د سر او مطرح سړ‎ي ول.

ښاغلی علي احمد جلالي پخپل مسلک کې یو ستر علمي او اکاډیمیک شخصیت دی خو د کابل د حبیبې لیسې له فراغته پس یې نور تحصیلات په غرب کې کړ‎ي، ټول عمر یې ھلته کار کړ‎ی.
یواځې شل کاله د امریکا غږ‎ د دري او پښتو سرویس بړ‎یڅی پاته شوی. د کرزي په حکومت کې د څه مودې لپارہ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د غني په دور کې يې په جرمني کې د افغان سفیر دندہ ھم اجراء کړ‎ې.

جلالي صیب له خپل ټول علمي او اکاډیمیک شخصیت سرہ د تور انگریز افغانی وِرژن دی.
ھغه ته ھم د خپل ولی النعمة ( امریکا ) ھر څه تر خپلو ھغو بھتر ښکاري، ان که بادار یې پخپل شکست اعتراف ھم وکړ‎ي، دی و امثالھم یې نه مني!

جلالي صیب څو ورځې وړ‎اندې له بریښنا عمر خیل سرہ په یوہ مرکه کې ویلي و: امریکا پخپله خوښه له افغانستان څخه ووتله، چا ماته کړ‎ې نه دہ او نه یې څوک ماتولای شي!!!

په ۲۰۱۰ م کې ریچارد باوچر د افغانستان او مرکزي اسیا لپارہ د امریکا د بھرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي و: دا جگړ‎ہ طالبان په زور نه شي گټلای!
دا خبرہ دوہ سترې ماناوې لري.
لومړ‎ی: طالب ته د افغان جگړ‎ې په یوہ مسؤل حیثیت قایلیدل.
دویم: پخپل شکست بربنډ اعتراف
تر ھغه پس د امریکا د لوړ‎پوړ‎و مسؤلینو له خولو وخت ناوخته داسې چیغې وتلي او د دوحې تړ‎ون خو د ټولې نړ‎ۍ په حضور کې د امریکا لخوا پخپله ماتې د مھر لگولو او لاسلیک مانا ورکوي.
زہ حیران یم د دفاعي چارو د پروفیسر ښاغلي جلالي په سر کې ولې دا خبرہ نه ځایږ‎ي امریکا پخپله خوښه نه دہ وتلې بلکې دلته ولس شل کاله د پردیو یرغلگرو په مقابل کې وسله وال مقاومت کړ‎ی، دلته ځوانانو پخپلو ځانونو پورې بمونه تړ‎لي او د امریکا پر بیسونو ورغلي، دلته مجاھدینو خپل سرونه په لاس کې نیولي او د یرغلگرو په کتارونو او مراکزو یې حملې کړ‎ي!
دلته امریکا څه له پاسه دوہ تریلونه ډالر مصرف کړ‎ي خو پیشرفت یې یو قدم ھم نه دی کړ‎ی.

ښایي جلالي صیب به د سورت بقرې پر دې مبارک آیت چې وایي:
كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ، ھم له زړ‎ہ باورمند نه وي!!

یو وخت مې د پخواني لوی څارنوال ثابت صیب مرکه اوریدہ، ویل یې: جلالي صیب چې په کومه ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې خپله دندہ پای ته ورسوله، د ھماغې ورځې په مازیگر له افغانستان څخه دوبۍ او له ھغه ځایه امریکا ته ولاړ‎. ما ورته ډیر وویل څو ورځې په وطن کې پاته شي خو ھغه خبرہ و نه منله.

ډیرہ مودہ مخکې مې چرته لوستي و پخوانیو پاچایانو د ځینو نومونو د سوچه پښتو کولو په لړ‎ۍ کې د وزیرانو لپارہ ھم نوي نومونه غورہ کړ‎ي و چې بیا قبول نه شوہ، وزیر ته به یې مین لالی ویل، د بیلگې په توگه د دفاع وزیر؛ مین لالی د جنگ، د بھرنیو چارو وزیر ؛ مین لالی د باندې، د کورنیو چارو وزیر؛ مین لالی د غرو او ھمداسې نور!
اوس له ځان سرہ وایم ډیرہ ښه شوې چې دا لقبونه قبول شوي نه دي؛ که نه جلالي صیب به یو داسې مین لالی د غرو و چې په پروژہ را لیږ‎ل شوی و او په کومه ورځ یې چې پروژہ ختمه شوہ، نور یې په دې بدمرغه او برباد وطن کې یوہ لحظه پاته کېدل ھم وجدان و نه شو زغملای!!!!
__________

حفیظ الدین پیرزادہ

لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

مرګ په داسې بیغرته علی احمد جلالي چې د خپل زیږدیز ټاټوبي افتخارات پټوي او دکفارو دخوښۍ لپاره د امریکې پلوی کوی له شکه پرته دی او ده ته ورته کسان حرامیان دي

Sayed

Unfortunately, we hate Britanica and the USA knowingly or unknowingly but we both (Mujahideen & Taliban) were their projects which they gave them to Pakistan to provide free and the cheapest employees for them. Every project in the region they give to Pakistan first. Unfortunately, we have fought for decades on the of the religion but in reality we were their employees as well and were playing in the hands of their puppets till today.

نعمت الله

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
There is a true point in your comment
( ولله عاقبة الامور)

طاهر ثابت

Please grow up. For the defeated it may look as they were the pown in the game. For. Afghans oppression and total anarchy as well as foreign occupation mattered and still matter.

غ.حضرت

د پورته لیکنی تر ټولو خوندور او د پاملرنی او تأمل او تطبیق وړ عبارت همهغه ” تور انګریز ” دئ. ځینی کسان ګومان کوی چی انګریز خپل فکری انډیوالان یوازی او یوازی د علمی مرکزونو په انګړ او غربی لباس کی کشف کړی او استخدام کړی دی. نه بابا؛ انګریز دومره حرامی او شیطان قوم دئ چی زموږ په پراخه سیمه کی پدې بریالی سویدئ چی حتی اِنسی خدایان ( بهائیان ) او جِعلی پیغمبران ( قادیانان ) او جعلی بشردوستان ( مارکسیسټان ) او جعلی لیبرالیسټان او جعلی خادمین دینِ رسول الله او جعلی پیران او مرشدان او… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x