افغانستان

افغان حکومت د ځنګلونو د ساتنې په پار نظامي قطعه ایجادوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت په پام کې لري چې د ځنګلونو د ساتنې او د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي لپاره نظامي قطعه ایجاد کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچېنو معین شمس الدین شریعتي د دغې قطعې د ایجادولو خبر ورکړی دی.

ښاغلي شریعتي ویلي دي چې  افغان دولت «د لرګیو قاچاقبرانو او د افغانستان سيمه ييزو ځنګلونو پرېکوونکو سره جدي چلند کوي،  په همدې موخه د دولت مشرتابه پرېکړه کړې ده، چې د کرنې وزارت د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو او د هېواد د سيمه ييزو ځنګلونو د ساتنې په پار ۴۰۰ کسيزه نظامي قطعه ايجاد کړي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي دي چې دغه وزارت کې نن د کورنيو چارو وزارت،  ماليې،  صنعت او سوداګرۍ او استخباراتو د استازو په شتون کې د هېواد د ځنګلونو د غير قانوني پرېکېدو او د لرګيو قاچاق د مخنیوي دطرحې چمتو کولو په پار د کرنې په وزارت کې غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د ځنګلونو د پرېکېدو او د لرګيو قاچاق د مخنيوي،  د سون لرګيو او چارتراش لرګيو قانوني سوداګري په پار خبرې شوي دي.

کرنې وزارت حاضره د ځنګلونو د پرېکېدو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

د یادونې وړ ده چې د وروستيو څلور لسيزو تحولاتو کې  د افغانستان ځنګلونه په بېرحمانه ډول پرې او قاچاق شوي دي.

د اوس لپاره حکومت د ځنګلونو پرېکول او قاچاق بند کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

سبحان الله
الله مو کامیابه لره

طوطی

ښه خبره ده چی دا قطعه باید د کباړو وسپنو، موټرو او نورو وسایلو انتقال هم باید تر خپل کنترول لاندی ونیسی بیا به انشاءالله چی هر څه په ښه کیدو شی. نن سبا د میډیا او بالخصوص د فیسبوک په پاڼو کی وینو چی په لاریو بار فوځی وسایل او ټانکونه پاکستان ته روان دی چی په لیدو یی د هر واقعی افغان زړونه ټوټی ټوټی شی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx