افغانستاناقتصاد

سوداګرۍ او صنایعو وزارت: په تېرو دوه اونیو کې ۶۹۸ ټنه وچه میوه صادره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په تېرو محض دوه اونیو کې افغانستان ۶۹۸.۸۱۴ ټنه وچه میوه صادره کړې ده.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان د ممیزو، میوه جاتو، سبزيجاتو او طبي نباتاتو  ادارې د معلوماتو له مخې د لړم د میاشتې په وروستیو دوه اونیو کې ۶۹۸ ټنه او ۸۱۴ کیلوګرام وچه میوه د ازبکستان له لارې نورې نړۍ ته صادره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې دغه وچه میوه اروپايي، اسیايي، امریکا او استرالیا ته صادر شوې ده.

سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په صادر شوې وچه میوه کې ۵۸۵ ټنه او ۶۶۶ کیلوګرامه ممیز شامل دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان چین ته هم د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرات پيل کړي دي او   محض په درې اونیو او لسو پروازونو کې يې دغه هېواد ته ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر کړي دي.

د افغانستان د حکومت اټکل دی چې د روان کال تر پایه به له اتو تر لسو زرو ټنو جلغوزي چین ته صادر شي او نږدې یو میلیارد ډالر عاید به ترې تر لاسه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx