ورزش

میرویس اشرف: د کرکټ نړیوالې شورا د غوښتنو پوره کولو لپاره مو کار پېل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي مشر میرویس اشرف ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا د غوښتنو پوره کولو لپاره یې کار روان کړی چې ډیر ژر به بشپړ شي.

امریکا غږ رسنۍ سره د خبرو پرمهال ښاغلي میرویس اشرف وویل چې د کرکټ نړیوالې شورا وړاندیزونو په پوره کولو کار روان دی او ډیر ژر به بشپړ او د کرکټ نړیوالې شورا ته وسپارل شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر په ۱۶مه نېټه د افغانستان کرکټ وضعیت په اړه ناسته درلوده چې د افغان کرکټ ارزولو لپاره یې یوه کاري کمېټه وټاکله تر څو ددغې ادارې کارونه له نږدې وڅاري او په راتلونکي کې یې نړیوالې شورا ته وړاندې کړي.

د کرکټ نړیواله شورا د یادې کمیټې په مرسته غواړي په افغان کرکټ بورډ کې هغه وړاندیزونه چې د نړیوالې شورا د اساسنامې په بنسټ ټاکل شوي پلي کول وګوري.

څو ورځې وړاندې داسې اوازې خپریدې چې ګواکې د کرکټ نړیوالې شورا د اساسنامې خلاف د کرکټ بورډ نوی رئیس وټاکل شو چې له همدې کبله د کرکټ بورډ چارواکو ته په افغانستان په اړه د کرکټ نړیوالې شورا په ناسته کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

د پاکستان کرکټ بورډ عمومي مشر رمیز راجا چې د یادې کمټې غړی دی او په یاده ناسته کې یې ګډون درلود، هغه مهال رسنیو ته وویل، «موږ ته د افغانستان کرکټ بورډ څخه درې تنو د بورډ د عمومي مشر په توګه ځانونه راپيژندلي وو چې دا یوه ستونزه ده او د حل لپاره به ګډ کار کوو».

د افغانستان کرکټ بورډ د اساسنامې په بنسټ د کرکټ عمومي رئیس د افغانستان ولسمشر له لوري ټاکل کیږي، خو چونکې اوس افغانستان کې د ولسمشر چوکۍ په رئیس الوزرا بدله شوې، او د کرکټ بورډ نوی رئیس هم د نوموړي له لوري ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ عمومي سرپرست مشر وایي چې حکومت په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ بشپړ ملاتړ کوي او د مشر په توګه یې نوموړي ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د کرکټ نړیواله شورا غواړي د افغانستان کرکټ سره بشپړ همکاري وکړي، خو په دې تړاو د هغوی وړاندیزونه عملي کول یې اړین بللي دي.

ښاغلی میرویس اشرف څو اونۍ وړاندې د افغانستان رئیس الوزرا په حکم د کرکټ بورډ د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو، خو پخوانی رئیس عزیز الله فضلي چې اوسمهال عربي اماراتو کې دی هم ځان د کرکټ بورډ مشر معرفي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x