روغتیا

روغتیا سرپرست وزیر: هېواد ته د راتلونکو کمزوري کیفیت لرونکي درملو مخه نیسو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد وایي چې هېواد ته د داخلېدونکو درملو د کیفیت ارزولو لپاره به ډیر ژر په سرحداتو ځانګړي تاسیسات جوړ کړي.

ښاغلي قلندر عباد شمشاد تلویزون سره د مرکې پرمهال وویل چې اوسمهال یوازې ۹ سلنه واریدونکې درمل د کیفیت یا کوالټي د کنترول تر پروسې تیریږي، خو پاتې ۹۱ سلنه یې د کیفیت ارزولو پرته هېواد ته داخلیږي.

نوموړی وایي، «موږ غواړو په سرحدي ولایتونو کې د کیفیت د کنترول مراکز جوړ او یوازې معیاري او باکیفیته درملو ته د پریښودو اجازه ورکړو».

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هغو شکایتونو په ځواب کې چې ډاکتران د هېواد په بېلا بېلو برخو کې اضافي فیسونه اخلي او له ناروغانو سره بې عدالتي کیږي وویل، موږ په یوه داسې پلان کار کوو چې له مخې به یې شخصي کلینیکونو او روغتونونو لپاره فیسونه او د معایناتو نرخونه تعین شي».

نوموړي دغه راز د افغانستان روغتیا سکتور وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی چې په تېر حکومت کې د سترو مرستو سربېره پر ځان بسیا نه دی او هر وخت مرستو ته اړتیا لري.

هغه د مرکې پرمهال زیاته کړه چې په نورستان او ځینو نورو ولایتونو کې د روغتیا لپاره تېر حکومت هیڅ د پام وړ کار نه دی کړی، او دوی غواړي چې په ټولو ولایتونو کې ژر تر ژره روغتیایي اړتیاوې پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

کامیابۍ ته مو دعا کوو دخپلو پلان شوو کارونو تر څنک مو که د دوستو هیوادونو په کومک د داسې یو مجهز روغتون یا روغتونونو جوړولو نظریه هم خپل کاري پلان کې شریکه کړۍ چې د وطن ناروغان مو د پردیو هیوادنو له احتیاج وشغورل شي دابه مو یو ډیر لوی خدمت وي وطنوالو ته .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x