روغتیا

له نیمروز وروسته په هلمند کې د اکسیجن د تولید یوه فابریکه فعاله شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د څه باندې ۴۰ ملیونه افغانیو په لګښت د اکسیجن د تولید یوه فابریکه فعاله او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کرونا د لومړۍ او دویمې څپې پرمهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د اکسیجن د سخت کمښت له کبله لسګونه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

هلمند هم په دې تړاو د سختو ځوریدونکو ولایتونو څخه و چې د یاد ویروس د دوهمې څپې پرمهال پ کې د اکسیجن د نه شتون له کبله پر کرونا د اخته ناروغانو مړینه ډیره وه.

په یاد ولایت کې د اکسیجن د اړتیا د بشپړولو په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونیسیف) په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د اکسیجن د تولید فابریکه جوړه او په فعالیت پېل وکړ.

دغه دستګاه به کولی شي په یو وخت کې ۱۰۰ ناروغانو ته اکسیجن ورکولی شي او د ۲۴ ساعتونو په موده کې به د ۲۰۰ اکسیجن ډبو ډکولو وړتیا ولري، په دې سره به په راتلونکي کې دغه ولایت کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي.

له دې وړاندې په نیمروز ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اکسیجن د تولید فابریکه فعاله او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه فابریکه د نورزاد برادران شرکت له لوري چمتو شوه چې د په یوه ورځ کې به د ۲۰۰ ډبو د تولید ظرفیت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x