افغانستان

امریکا کې د موټر وهلو برید ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د امریکا په «ویکسونسن» ولایت کې د موټر وهلو یو برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

دا پېښه په سیمه ییز د مازدیګر څلور نیمې بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ویکسونسن ایالت په «واکیشا» سیمه کې یو تن خپل موټر د کرسمس پریډ په نوم لاریون باندې وخيژولو.

د واکیشا ښارګوټي د پولیسو مشر ډان ټامسن وايي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه شوي او له څلوېښتو زیات ټپيان دي، چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د کوري مونټیو په نوم پېښې یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي، یو تیز رفتاره موټر مې ولیدلو چې د کرسمس په لاریونوالو یې وخيژولو. نوموړی زیاتوي په دغه مهال یې د خپلې لور په ګډون د ګڼو خلکو ژړا او فریاد اورېدلی دی.

د واکیشا پولیسو ویلي، د پېښې له ځای څخه یې یو شکمن موټر موندلی او څښتن یې بندي کړی دی.

تراوسه ددې پېښې لامل نه دی څرګند؛ خو پولیسو وايي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

په امریکا کې هرکال د موټر وهلو او تشدد پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx