نړۍ

اسلامي دولت عراق کې د اوبو تر ټولو ستر بند نيولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل:) د عراق او شام اسلامي دولت ځواکونه مخ پروړاندې روان دي او بيګا ناوخته يې د عراق د اوبو تر ټولو ستر بند نيولی دی.

راپورونه وايي، چې د اسلامي دولت ځواکونو پر نوموړي بند درنه جګړه پيل کړه او له څه وخت مقاومت وروسته يې د نوري المالکي پوځيان په شا وتمبول.
د چارو څارونکي وايي، چې د اوبو دغه ډېم نيول د اسلامي دولت د ځواکونو لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده؛ ځکه چې دوی له دې لارې د عراق ټول حکومت او ولس ګواښولای شي.

عربي رسنۍ وايي، چې د اسلامي دولت تور بيرغونه د « زمار » او «سنجار» سيمو کې رپول شوي او نوموړو سيمو کې يې دولتي ځواکونه په شا تمبولي دي.

زمار او سنجار سيمې موصل او د کردانو ازادو سيمو سره نژدې پرتې دي.

له دې وړاندې د اسلامي دولت ځواکونو امنيتي ځواکونو سره له خونړۍ جګړې وروسته زمار سيمې سره نژدې د تېلو يوه ستره زيرمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

عربي رسنۍ د عراق او شام سرحد ته څېرمه د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د اسلامي دولت لخوا ورته ويل شوي، چې د امنيتي ګواښونو له امله بايد خپل کورونه پريږدي.

ځايي خلک وايي، چې کيدای شي نوموړې سيمه کې يوه درنه او خونړۍ جګړه پېښه شي.

عراقي چارواکي وايي، چې د تېرې شنبې په ورځ د اسلامي دولت ځواکونو سره په نښتو کې ديارلس کردي عسکر او دېرش دولتي عسکر وژل شوي وو.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي دولت ځواکونو د ځايي قبايلو په مرسته د تېرې جون مياشتې په لسمه نېټه د موصل ښار ونيولو او له هغې ورسته يې نينوي ايالت په ګډون د عراق شمال او شمال لويديځ کې د پنځو ولايتونو ډېری برخې نيولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x