افغانستان

په افغان کابینې او دولتي ادارو کې نوي تغییرات اعلان شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس په افغان کابینې او یو لړ دولتي ادارو کې نوي تغییرات رامنځته شوې دي.

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د کابینې د ځینو وزارتونو د وزیرانو او د هغوی د مرستیالانو، د لویو دولتي ادارو رئیسانو او د هغوی د مرستیالانو، د قول اردوګانو او هوايي ډګرونو د قومندانانو او مرستیالانو په ګډون د ۲۷ تنو تعینات اعلان شوي دي.

دغه تعینات او تغییرات په لاندې توګه دي:

۱ ــ محترم مولوي صاحب  شهاب الدين دلاور  د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه

شهاب الدین دلاور
شهاب الدین دلاور

۲ ــ محترم حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه

۳ ــ محترم ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه

۴ ــ محترم مولوي  صاحب شرف الدين  د حوادثو ضد وزارت د  مرستیال په توګه

۵ ــ محترم مولوي  صاحب عنايت الله  د حوادثو ضد وزارت د  مرستیال په توګه

۶ ــ محترم مولوي صاحب  حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې  د سرپرست په توګه

۷ ـــ محترم شيخ  صاحب عبدالرحيم  د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه

۸ ــ محترم مولوي صاحب  قدرت الله جمال  د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه

۹ ــ محترم مولوي صاحب  عزت الله  د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه

۱۰ ــ محترم مولوي  صاحب محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه

۱۱ محترم ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه

۱۲ ــ محترم مولوي صاحب کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه

۱۳ ــ محترم مولوي صاحب احمد طه  د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه

۱۴ ــ محترم مولوي صاحب  ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه

۱۵ محترم شيخ صاحب  مولوي عبدالحکيم  د شهیدانو او معلولينو وزارت  د مرستیال په توګه

۱۶ ــ محترم مولوي سعید احمد شهيد خېل  د معارف وزارت د  مرستیال په توګه

۱۷ ـــ محترم مولوي صاحب  عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه

۱۸ ـــ مولوي صاحب  عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه

۱۹ ــ حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه

۲۰ ــ محترم مولوي  صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د  معین په توګه

۲۱ ــ محترم مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د  مسئول په توګه

۲۲ ــ محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو  د قومندان په توګه

۲۳ ــ محترم مولوي  صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د  مرستیال په توګه

۲۴ ـــ محترم مولوي صاحب  رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه

۲۵ ــ محترم مولوي صاحب  عبدالصمد  د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه

۲۶ ـــ حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه

۲۷ ــ محترم مولوي صاحب  عارف الله عارف  د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه

باید وویل شي چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده تردې وړاندې هم په یو فرمان باندې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې والیان او د هغوی مرستیالان تغییر او تبدیل کړل، چې په یوه ورځ کې دغه فرمان پلی شو.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د پخواني رژیم ولسمشرانو د یو ولایت والي د لرې کولو لپاره هم کله ناکله اړ کېده چې له خپلې پرېکړې په شا وګرځي او یاهم په هغه ولایت کې څو ورځې پوځي عملیات په لاره واچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه.
هر څومره چه کابینه وزیران او والیان سره بدل را بدل کړی،دنیا مو په رسمیت نه پیژنی،او دنیا په دا قناعت نه کوی،ترڅو چه دنیا او ولس راضی نه شی دا به یو ناکام دولت وی،

حقګو

هیبت الله انس دی که جن. ښځه ده که نر . ولی شرمیږي او خپل مخ ملت نه ښکاره کوي. او که هسی یو خیالی نوم دی

طوطی

یو یی په ولاکه د کار اهل کس وی. ملا ګوره د کانونو او پترولیم وزارت. اوس معادنونه هم په قدری او خلاصی سره راوباسی. عجبه دنیا شوه په کوران. له یوه سره ټول ملایان د حقانیی د مدرسی فارغین مطق اکثریت یی هم بیسواده قرائت به ښه درته کوی، په فتوای ورکولو کی به تر ټولو مخکی وی خو په لیکلو کی به بیا بلا وهلی وی. لکه استاد بیانزی صیب.

محمد

ادلون بدلون په ادارو کې عادي مسئله ده او د چارو د لاسمون لپاره تر سره کېږي. دا هم باید په یاد ولرو چې په لومړۍ ورځ، اونۍ او یا میاشت کې په طبېعي توګه د هر چا کاري تجربه یو څه کمه وي خو د هرې ورځې په تېرېدو سره دا تجربه او کاري وړتیا لاپسې زیاتېږي. اوس نو که داسې ژر ژر دا خلک تبدېلېږي او نوي کسان او یا ملایان یې په ځای راځي او بیا هغوی هم څو ورځې وروسته ځای پرېږدي او نور کسان یې پر ځای ټاکل کېږي، د دې مانا او پایله به… نور لوستل »

اسلام زنده باد

زما یوه پوشتنه راحل کری!!!! ایا دا اهل کار خلک دی؟؟؟؟ د قیامت په ورز به الله تعالی ته سه جواب وایاست

ځیرک څارونکی

تاسو هم زما یو سوال را ځواب کړی هغه تیر نظام چی اول جوړ شو او د امریکا په زور واک ته ورسیده آیا هاغه کابینه چی اول جوړیده هاغه په انصاف ولاړه کابینه وه او کار اهل ته سپارل شوی ؤ، آیا تر آخره د دولتی دوایرو د لومړی درجه کسانو په ټاکلو سیاسی ناروا او غیر قانونی مصلحت سایه نه وه غوړولی اما هیڅ چا ئې په اړه دا رقم غوغا ته مخه نه وه کړی لکه دا اوس ئې چی کړی لکه اوس چی عام او خاصو غوغا ته مخه کړی دا ولی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ په اول کې چی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x