ادبي لیکني

غزني ولایت شلګر ولسوالۍ کې د شهید ابویوسف د تلین په مناسبت غونډه ترسره شوه!

نن ورځ دوشنبه چې د (۱۴۴۳/۴/۱۷) نېټې سره سمون خوري، د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ کمال خېلو سیمي په جامع مسجد کې د دې ولایت د والي اخندزاده صاحب په هماهنګۍ او شمول د ستر فاتح شهید ابویوسف تقبله الله د تلین په مناسبت ستره غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې سهار پیل تر ماسپښین پوري یې دوام وکړ، د والي اخندزاده صاحب په شمول د سیمي او علاقې ګڼ شمېر دیني علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب علمانو، مجاهدینو او د شهیدانو وارثینو ګډون درلود.

د غونډي برخوالو ته د نورو مشرانو مجاهدینو او علماء کرامو د ویناؤ ترڅنګ د دې ولایت والي صاحب هم خپله ارزښتناکه او هیله بښونکې وینا واوروله..
والي صاحب د سیمي او علاقې قومي مشرانو او چارواکو ته په خطاب وویل: د علاقې د ځوان نسل په اصلاح او تعلیم کې جدي پاملرنه وکړئ، خصوصاً د شهیدانو یتیمانو ته په دې برخه کې ځانګړې توجه وکړئ، د هغوی او د هغوی په کورنیو باندي پوښتنه وکړئ، له مشکلاتو څخه یې ځان خبر کړئ او د ستونزو د حل په موخه یې تر موږ پوري غږ را ورسوئ، د دوی هر مشکل موږ د شریعت په چوکاټ کې ورته حل کوو.

والي صاحب د غونډي برخه والو ته د هر اړخیز امنیت، ښېرازۍ او د کار د زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د غونډي په جریان کې د شهیدانو وارثینو ته ځانګړې شوې تحفې هم ورکول شوې.

غونډه د شهیدانو ارواحانو، د هیواد د ښېرازۍ او اسلامي نظام ته د دائمي قیام دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x