افغانستان

بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو د ډلې مهم غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له امنیتی ځواکونو سره د ټینګار پرمهال د انسان تښتوونکو د ډلې د یو مشهور غړي د وژلو خبر ورکوي.

د بلخ ولایت مقام څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کس د انسان تښتوونکو د ډلې مالي مسئول په توګه کار کولو  او د تښتول شوو خلکو له کورنیو څخه به یې د تاوان پیسې تسلیمولې.

په ورته مهال د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د انسان تښتوونکو پروړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو چټکتیا په اشارې سره خبرداری ورکړی چې په یاد ولایت کې د انسان تښتوونکو ریښې وچوي او هغوی ته به د هیڅ ډول خوځښت اجازه ور نه کړي.

باید وویل شي چې تیره اونۍ هم د بلخ   ولایت امنیتي ځواکونو په مزارشریف ښار کې د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله ونیوله او د هغوی له منګولو څخه یې د حاجي امان الله او حاجي محمدیوسف په نوم دوه تنه آزاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ هم انسان تښتوونکو په مزارشریف ښار کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر له دوه میاشتني بند وروسته ووژلو، چې ځايي چارواکو یې د وژونکو د پیداکولو لپاره د جدي پلټنو خبره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx