افغانستان

د کابل ښار کمپنۍ بازار سیمه کې د ښاري نظم پلان پلی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار په لویدیځ کمپنۍ بازار کې د ښاري نظم پلان د پلي کېدو خبر ورکړل شوی؛ خو عام کابل ښاریان بیا شکایت کوي چې د کمپنۍ بازار سیمه کې لاهم د لاس پلورونکو او موټر چلوونکو لخوا بې نظمي او ګډوډي دوام لري.

د کابل ښاروالۍ لخوا په یو لړ ټویټونو کې ویل شوي، چې د کمپنۍ بازار سیمه کې د لاسي توکو پلورونکو او سیارو کراچیو فعالیتونه د پنځمې امنیتي حوزې له مسئولینو سره په همغږۍ تنظیم شوي دي.

د ښاروالۍ مسئولینو دغه راز ویلي، چې د کمپنۍ بازار ته په غځېدلو سړکونو د چهاردهي شهیدانو تر څلور لا رې یې د ښاري نظم پلان پلی کړی دی.

ددې ترڅنګ کابل ښاروالۍ په یاده سیمه کې د ناقانونه غرفو، سیارو کراچیو او هغو تأسیساتو د لرې کولو او د موټرونو د تم ځایونو د تنظیم خبر ورکړی، چې د عامې لارې او سړک د بندېدو سبب به ګرځېدل.

له بل پلوه بیا کابل ښاریان شکایت کوي، چې لاهم د کمپنۍ بازار سیمه لاس پلورونکي او موټر چلوونکي د سړک په منځ کې ولاړ وي د کومې له کبله چې لارویان او مسافر هلته په شیبو شیبو انتظار کوي.

د مولوي حمدالله په نوم د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې سیمې اوسېدونکی چې همدا نن د دوشبنې په ورځ سهار د کمپنۍ په بازار راتیر شوی وايي، چې په عمومي او فرعي سړکونو د لاس پلورونکو او تونس ډوله موټرونو د ازدحام له کبله تګ راتګ ستونزمن ؤ.

نوموړی ددې ترڅنګ کمپنۍ ته څېرمه د میرویس میدان(کوټه سنګي) سیمه کې هم د ورته ستونزې په اړه شکایت کوي او له کابل ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي چې په عمومي او فرعي سړکونو د لاس پلورونکو او موټر چلوونکو د تنظیم لپاره کوټلي اقدامات پورته کړي، ترڅو ښاریان په آسانۍ سره په ښار کې تګ راتګ وکړي.

د سید رحیم په نوم د میرویس میدان(کوټه سنګي) یو بل اوسېدونکی بیا وايي، چې په لارو او سړکونو د لاس پلورونکو د زیات بیروبار او سپیکرونو د لوړ آواز له کبله آن چې دوی خپل تیلیفون ته هم ځواب نه وشي ورکولای.

باید وویل شي چې د کابل ښار په زیاتره لویو بازارونو کې د لاس پلورونکو او سیارو کراچیو د زیات ازدحام په وجه مسافر او دولتي مامورین خپلو موخو ته په رسېدو کې له سخت خنډ او ځنډ سره مخ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx