افغانستان

ننګرهار ـ جلال آباد: په جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې دوو جلا پېښو د درې تنو ژوند اخیستی دی.

ځايي سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو بیګا ماښام د جلال آباد ښار لومړۍ حوزې اړوند چرګانو مارکیټ ته څېرمه د کډوالو چارو ریاست په کارمندانو برید کې د خیبر ایوبي په نوم یو کارمند او د هغه ملګری وژلی دی.

په یوه جلا پېښه کې ناپېژاندوسله والو تیره ورځ مازدیګر د جلال آباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې یو ریکشا چلوونکی وژلی دی.

ځايي سرچینې وايي، بریدګر له برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي او د وژل شوي ریکشا چلوونکي ریکشا یې هم له ځانه سره تښتولې ده.

د ننګرهار امنیتي چارواکو تراوسه ددې پېښو په هکله څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x