افغانستاننړۍ

پاکستان افغان ناروغانو ته د «واګه سرحد» له لارې افغانستان ته په ستنېدو موافقه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی چې حکومت يې هغه افغان ناروغانو ته چې په هند کې بند پاتې دي د «واګه سرحد» له لارې پاکستان ته په داخلېدو او بیا افغانستان ته په تللو موافقه کړې ده.

«واګه سرحد»  د هند امرتسر د پاکستان لاهور سره نښلوي.

سلګونه افغان ناروغان حاضره په هند کې د افغانستان او هند تر منځ د مستقیم پروازونو د نشتون له کبله بند پاتې دي.

په هند کې د افغانستان سفارت تر اوس محض د دوه پروازونو بندوبست کړی دی چې د ایران له لارې يې کابل ته افغان ناروغان انتقال کړل.

نن ټکی اسیا ته ځينو سرچېنو ویلي چې په نورمال حالت کې د کابل-دهلي تکت ۱۶۰ ډالره و خو د ایران له لارې دوی تر ۸۰۰ ډالرو پورې ټکټونه اخیستي دي.

تر دې وړاندې په ډېر کم شمېر افغان ناروغانو ته په دهلي کې د پاکستان سفارت ویزې ورکړې وې او دوی بیا د پاکستان له لارې افغانستان ته تللي دي.

بل خوا د پاکستان لومړي وزیر  اعلان کړی چې حکومت یې هند ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته بشري مرسته ولېږي. هند له افغانستان سره د ۵۰زره ټنه غنمو د کومک کولو اعلان کړی دی.

پاکستان لومړي وزیر همدا راز له افغانستان سره د پنځه میلیارده کلدارو بشري مرسته هم اعلان کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پر پاکستان باور کول احمقانه کار دی. هغه ۵۰ زرټنه غنم چی نن راځی سبا راځی تر اوسه لا بند پاتی دی. پاکستان په قرضونو کی غرق هیواد دی خپلو وږو او ګدایګرو سره د کمک وکړی مونږه ته دی داعشیان نه رالیږی تیر له کمکه یی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx