نظــر

دپلوماتیکې هلې ځلې او لاسته راوړنې

رحمت الله فیضان

تېره اوونۍ د بهرنیو چارو وزارت د امریکا کانګرس ته یو پرانستی لیک واستاوه چې په کې راغلي وو: د کانګرس غړي بايد د افغانستان روان وضعيت درک کړي او پر حکومت فشار راوړي، چې د افغانستان نږدې لس ميليارده ډالره پانګه بېرته خوشې کړي.

افغان حکومت په دغه لیک کې د افغانستان د شتمنيو کنګل کول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼلې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته ځواب ورکړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان د اګست تر پنځلسمې وړاندې له سخت بشري ناورین سره مخ و او دغه بشري ناورین جګړې، وچکالۍ او کرونا نور هم پسې خراب کړ.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ځانګړي استازي دغه څرګندونې په حقیت بناء اعتراف ګڼلی دی او ویلي یې دي چې «رښتیا هم اقتصادي ستونزې نوي حکومت ته په ميراث پاته شوي دي.

اخوا ته بیا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نوي حکومت ته شین څراغ ورکړی او ویلي یې دي که افغان لوری ترې وغواړي دوی چمتو دي چې په افغانستان کې ستره پانګونه وکړي، دۀ ویلي، روسیه په افغانستان کې د داسې حکومت غوښتونکې ده چې پر خپلو پښو ولاړ وي. «افغانستان پراخه او ګرانبیه طبیعي زېرمې لري، چې د افغانستان په پرمختګ کې مهمه ونډه لري.»

د افغان دولت د ديپلوماتیکو هلو ځلو په پایل کې متحده عربي اماراتو هم خپل سفارت له ځنډ وروسته په کابل کې پرانست، افغان دولت د عربي اماراتو د سفارت بیا پرانیسته نیک فال بللی او ویلي یې دي چې یاد هیواد له افغانستان سره پخوانۍ ښې اړیکې لري چې باید نورې هم غښتلې او پیاوړې شي.

تر ټولو مهم خبر دا دی چې د برتانیې لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره انګلستان باید د افغانستان اسلامي امارت سره د جوړجاړي لاره ونیسي.

د برتانیې لومړی وزیر په داسې مهال د افغانستان له نوي حکومت سره پر تعامل کولو ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت چارواکو هم په له نړیوالو سره د ګډ کار کولو لپاره چمتووالی ښکاره کړی دی.

چین هم له نوي حکومت سره د تعامل په برخه کې مخ پر وړاندي روان دی، نوموړي هیواد له بین المللي ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې سرمایه دې ازاده شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ټینګار سره ویلي چي افغان ولس تحریم شوی او دا تحریم به په افغانستان کې انساني بحران لا زیات کړي، هغه ټینګار کړی چې پر افغانستان دې یو طرفه تعزیرات لغوه او د دې هیواد پانګه دې آزاده شي.

د بهرنیو مرستو د جلب او جذب په برخه کې د نوي حکومت له دپلوماتیکو هلو ځلو څخه هم سترګې نشي پټیدای، د همدې هلو ځلو په نتیجه کې، د افغانستان لپاره د روسیې فدارسیون د بشري مرستو لومړۍ جوپه تېره اونۍ کابل ته راورسېدله.

د مرستې دغه جوپه چې په درې الوتکو کې بار وه او ۳۶ټنه وزن یې درلود کابل ته ورسیدله، د دې ترڅنګ د روسیې فدراسیون لخوا افغانستان سره د اوړو، غوړیو او کمپلو په ګډون ټولټال د ۱۰۸ټنه بشري مرستو ژمنه شوې.

د ننګرهار ولایت په هوایي ډګر کې هم د ایران یوه په بشري مرستو بار الوتکه راښتکه شوه، دا له شلو کالو وروسته لومړی ځل دی چې د ننګرهار له هوایې ډګر ګټه اخیستل کیږي.

د ایران په دغو مرستو کې شپږ ټنه وريجې، څلور ټنه درمل او يو اندازه خوراکي توکو مرسته شوې، چې په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ایران حکومت ته نږدې رسنیو ویلي چي دا د ایران د مرستو ۱۳مه محموله ده چي په ننګرهار کې د ایران قونسلګري له لوري افغان مقاماتو ته سپارل شوې.

اخوا ته بیا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د افغانستان په ختیځو درې ولایتونو کې یې ۱۳۵ زرو تنو ته بشري مرستې ویشلې دي.

یاد دفتر ویلي، چې په تیرو درې میاشتو کې یې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې یولک پنځه دیرش زره، یوسل او څلور اتیا(۱۳۵۱۸۴) کسانو ته بشري مرستې رسولې دي.

د تجارت په برخه کې هم د افغان دولت بریالۍ هڅې د ستاینې وړ دي، په تیرو دریو اونیو کې ۵۵۰ ټنه ځنغوزي چین ته صادر شول، دا لړۍ به همداسې روانه وي او د روان کال تر پایه به له اتو تر لسو زرو ټنو جلغوزي چین ته صادر شي او نږدې یو میلیارد ډالر عاید به ترې تر لاسه شي.

د عقرب میاشتې په وروستیو ۲ اونیو کې ۶۹۸ ټنه وچه میوه چې ۵۸۵ ټنه کشمش دي اروپایي او اسیایي هیوادونو همدا راز امریکا او اسټرالیا ته صادر شوي د نورو وختونو په نسبت د افغانستان صادرات اوس ډیر زیات شوي.

د ټاپي پروژې د ژر پلیدو په اړه ګړندۍ هلې ځلې روانې دي، د همدې هلوځلو په نتیجه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار پیلیدو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو خبر ورکړ.

د دې موضوع اړوند د ترکمنستان لوړ پوړی هیئت چې په رأس کې یې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه عوضف له افغان پلاوي سره چې په رأس کې یې د معدن او پیترولیم وزیر محمد عيسی و د هرات په ښار کې ګډه غونډه وکړه او وټاکل شوه چې ډیر ژر به د ټاپي پروژې، فايبر نوري او ریل پاټلۍ کار پیل شي.

افغان دولت هڅه کوي چې په خپلو هلو ځلو سره بحران کنټرول کړي په دې برخه کې یې په کمه موده کې ډیر کار کړی.

د لا زیاتو بریاوو په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Saidghani malang

ډیر د خوښۍ خبرونه دي ان شاء الله دا وطن جوړیږي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x