شعـــــرونه

قـلم لـه اوښکو ډکوم د ستا نامه پرې لیکم/ مفتون

اکرام الدين مفتون

قـلم لـه اوښکو ډکوم د ستا نامه پرې لیکم
د زړه کتاب غني کوم د ستا نامه پرې لیکم

زه یو مئین یم تر دې حده د وخت قدر کوم
په هر یو څۀ چې څۀ لیکم د ستا نامه پرې لیکم

لکه د شـاتو مچۍ ګرځمه ګلونو پسې
ترېنه خواږۀ راټولوم د ستا نامه پرې لیکم

په مـا راځي کله نـا کله د جنون مـرحله
ګوتې هوا کې تاوه وم د ستا نامه پرې لیکم

شکر یو داسې نـازولی عـادت هم لـرمه
په ځان چې عطر لګوم د ستا نامه پرې لیکم

افغانستانه سپین ټیکری به پښتنې سولې ته
له سپین بیرغه جوړوم د ستا نامه پرې لیکم

د محبت اثر دې دومره مفتون کړی یم چې
په شونډو ژبه تېروم د ستا نامه پرې لیکم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x