افغانستان

د سره صليب نړيواله کمېټه: پر افغانستان نړيوال بنديزونه خطرناکې ستونزې زېږوي

د سره صليب نړيواله کمېټه: پر افغانستان نړيوال بنديزونه خطرناکې ستونزې زېږوينن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، پر افغانستان نړيوال بنديزونه خطرناکې ستونزې زېږوي او خلک ورسره نهيلي کېږي.

د سره صليب نړيوالې ادارې مشر ډومينک اسټل هارټ د افغانستان له شپږ ورځني سفر وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال د افغانستان پر روان وضعيت اندېښنه ښوولې او زياته کړې يې ده، چې «زه د افغانستان روان وضعيت ته ډېر اندېښمن يم.»

نوموړي ويلي: «موږ يوازې د هډوکو په څېر ماشومان ليدلي، چې د ګواښ او اندېښنې وړ خبره ده.»

اسټل هارډ زياته کړې، «که ته د کندهار په مرکزي روغتون کې د کوچنيانو په وارډ کې د وږو ماشومانو نهيلې څېرې او د والدينو نهيلي وګورې، نو دا وېروونکی او خطرناک حالت دی او وېروونکی ځکه دی، چې ښاريان له دې وضعيته سر ټکوي.»

تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی و، چې د ژمي په راتلو شاوخوا ۲۲ ميليونه افغانان د خوړو له بحران سره مخ کېدای شي او لامل يې هم پر افغانستان د امريکا او نړيوالو بنديزونه ښوولي دي.

د افغانستان د اقتصادي بحران تر ټولو ستر لامل د امريکا له لوري د افغانستان لس ميليارده ډالر پانګه کنګل کېدل، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال وجهي صندوق «ای ايم ايف» ته د افغان حکومت نه لاس رسی بلل شوي دي.

اسټل هارټ خبرداری ورکړی، چې د دغو بندیزونو له امله يوازې واکمنانو ته نه، بلکې ټول افغان ولس ته سزا ورکول کيږي او د دې بندیزونو له امله د ژوند له اساسي اړتياوو هم محروميږي.

د سره صلیب نړيوالې ادارې مشر ویلي، ډېری حکومتي کار کوونکو له تېرو څو مياشتو راهيسې تنخواوې نه دي اخيستی، بازار کې خپلو بچيانو ته د خوراک او لباس د پېرلو توان نه لري او بچي يې له لوږې شپې ورځې سبا کوي.

اسټل هارټ خبرداری ورکړی، چې د ژوند اساسي اړتياوو ته لاس رسی د نشت برابر دی، بشري مرستندويه ادارې بايد راميدان ته شي او له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب حکومت د موسسات په را جلبولو کی ډیر کم زوری دی او حتی په هیڅ یی شمار کړه. موسسات د وزارت پلان، اقتصاد او ځینو نورو وزارتونو لخوا کنترولیدای شی او کارونه یی تر کنترول او څارنی لاندی ډیر په آسانه راتلای شی. د هغوی موثریت د اقتصاد په برخه کی خورا مهم دی. هره موسسه حد اقل ۵۰-۱۰۰۰ کسانو پوری مسلکی او غیر مسلکی اشخاصو ته د کار زمینه برابره وی، ښه معاش ورکوی او دی سره د حکومت اړخ هم قوی کیږی فیصدی د لوږی او قحطی کمیږی او هم بین المللی عتبار حکومت ته په لاس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx