افغانستان

چین: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید آزادې کړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): چین یوځل بیا له امریکايي او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه څو د ژمي موسم په رارسېدو سره باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژایو لیجان په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې په افغانسان باندې یو اړخیز اقتصادي بندیزونه او په بهرنۍ نړۍ کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کول ټول افغان ولس ته د ډله ییزې سزا ورکولو په معنی دي.

نوموړي په دغه خبري ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي دي ترڅو د افغان ولس د وضعیت د ښه کولو لپاره عاجلې مرستې وکړي. ښاغلي جان دغه راز ویلي چې فغانان په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم چین، روسیې، پاکستان، ازبکستان او ګڼو نورو هېوادونو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی وو چې ددغو شتمنیو کنګل کول یوازې افغان ولس ته زیان رسوي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د امریکا په ګډون یو شمېر بهرنیو هېوادونو په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان بانک لس ملیارد ډالره شتمنۍ کنګل کړې، د کومې له امله چې افغان سوداګر او عام ولس له سختو ستونزو سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx