افغانستان

اریانا افغان کابل-دوبۍ پرواز ترسره کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل):  اریانا افغان هوايي شرکت د تېر رژیم تر سقوط وروسته په لومړي ځل د کابل-دوبۍ تر منځ پرواز ترسره کړ او لومړنۍ الوتکه تېر ماښام د دوبۍ هوايي ډګر کې کښېناستله.

ټاکل شوې وه چې د اریانا افغان پروازونه نیږدې دوه اونۍ وړاندې پيل شي خو د عربي اماراتو له خوا د کرونا د تستونو په اړه د ځينو نویو شرایطو د وضع کولو له کبله دغه پروازونه وځنډيدل.

دوبۍ ته د پرواز لپاره شرط دادی چې د Abott ID Now په نوم تست باید په هوايي ډګر کې وشي او د مسافر د تست نتیجه باید منفي وي.

اوسمهال د هوايي ډګر په داخل کې رپيډټیسټ ترسره کیږي او دوبۍ ته تلونکي مسافر مکلف دي چې هوايي ډګر ته شپږ ساعته مخکې ځان ورسوي.

همدا راز مسافر باید تر سفر وړاندې درې ورځې مخکې د PCR تست په لابراتوار کې وکړي او د تست نتیجه یې منفي او د QR کوډ درلودنکې وي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې وویل چې کابل-دوبۍ لومړني پرواز کې دوه ستونزې رامنځته شوې وې چې وروسته یې د حل لاره ورته وموندل شوه.

هغه لومړنۍ ستونزه د ځينو مسافرو د تست په نتیجو کې د QR کوډ نه درلودل ښودلي وو او په وینا یې مسافر باید  هغه لابراتوارونو کې د کرونا تست وکړي چې له عامې روغتیا وزارت سره ثبت او د تست جواز ولري او هم د تست نتیجه کې QR کوډ ولري.

نوموړي دوهمه ستونزه د ریپيډ ټست یاده کړه چې حاضره د دوبۍ پروازونو لپاره ضروري ګڼل شوې ده. هغه وویل چې مسافر مکلف دي چې هوايي ډګر ته شپږ ساعته مخکې ځان ورسوي څو د دوبۍ د پروازونو د شرایطو سره سم یې په هوايي ډګر کې د کرونا یو بل تست وشي.

د ترانزیت مسافر باید هغه شرایط پوره کړي چې درېيم هیواد يې ترې غواړي او په هوايي ډګر کې تست کول یې اړین نه دي.

د یادونې وړ ده چې اریانا افغان هوايي شرکت حاضره اسلام اباد، انقره او دوبۍ ته پروازونه پيل کړي دي او ډير زر به دغه شرکت د سعودي ریاض او جدې ته هم پروازونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x