افغانستان

د داعش نوی مشر د امرالله صالح ځانګړی ګارد و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا حکومت د داعش د نوي مشر ثناء الله غفاري پخوانی هویت کار خپور کړی دی.

ثناء الله غفاري  هویت کارت کې راغلي دي چې نوموړی د تېر رژیم د ولسمشر لومړي مرستیال ځانګړی ګارد و.

د هغه د کارت د اعتبار نيټه د ۱۳۹۸ کال د وري د میاشتې لومړۍ لیکل شوې ده. نوموړي ته همدا راز په ۱۳۹۵ز کال کې کورنیو چارو وزارت د وسلې د انتقال جواز هم ورکړی و.

ثناء الله غفاري، چې داعشی نوم یې شهاب المهاجر دی د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۰ز کال د مۍ میاشتې راهیسې د داعش د خراسان ډلې مشري کوي.

په خپله امرالله صالح پرته له دې چې د نوموړي سره د دندې په اړه وغږیږي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې ثناء الله غفاري د «حقاني شبکې» غړی و او کورنۍ يې اوس په پاکستان کې مېشت ده.

په کابل کې د داعش د بریدونو زیاتېدو یو لامل هم د داعش د مشر په توګه د امرالله صالح د ځانګړي ګارد ټاکل کېدل او په خپله د کابل د امنیت مشري امرالله صالح ته سپارل کېدل ښودل کیږي.

ثناء الله غفاري د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د داعش مشر شو او امرالله صالح ته د اکتوبر په ۱۷مه د کابل د امنیت مسوولیت وسپارل شو.

صالح ته د امنیت او غفاري ته د داعش د مسوولیت تر سپارل کېدو وروسته  داعش په کابل کې په لنډه موده کې په ملکي ځایونه په ډيرې اسانۍ سره هدف کړل.

د اکتوبر په ۲۴مه داعش په کابل کې په یوه تعلیمي مرکز برید وکړ، د نومبر په ۲مه یې په کابل پوهنتون برید وکړ او د نومبر په ۲۱مه داعش ځينې راکټونه کابل ښار لوري ته وتوغول.

همدا راز داعش به د دغه بریدونو مسوولیت اخیست خو لومړي مرستیال به د دغه بریدونو پړه پر طالبانو ور اچوله. په خپله طالبانو هغه مهال د دغه بریدونو غندنه کړې وه او لاس لرل يې په کې رد کړي وو.

د چارو شننونکي وايي چې د کابل امنیت مسوولیت صالح ته ورکول او د داعش مسوولیت د نوموړي ځانګړي ګارد ته سپارل او بیا په کابل کې په ملکي او تعلیمي مرکزونو د بریدونو شدت د تېر رژیم او د داعش تر منځ  قوي اړیکي ښيي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

داعش ماعش پخپله د اشغالګرو او د هغوى د لاسپوڅو او د اى اس اى په همغږۍ را منځته شوې ډله ده چې د مظلومو افغانانو په وژنه کې دخيل دى. صالح د شرق او غرب جاسوس او د شمالى ټلوالې يو لنډغر چې په مستقيمه توګه په افغان وژنه کې لاس لري.

اسلام زنده باد

طالبان دی خپل استخباراتی کارونه تنظیم او مظبوط او مسلکی کری، په استخباراتو دی دیره مصرف وکری. که استخبارات قوی شی نورو داعش ته ورته تولی دلی او تپلی کنترلولای شی، لکه فاطمیون، خپله طالبانو کی دپاکستان جاسوسان او ….
تاسو ګوری یوازی داعش یو خطر نه دی چی خارجیان یی په افغانستان کی تمویلوی نوری داخلی او خارجی ګروپونه هم شته.

اکمل صافی

رب تعالی دی، صالح هلاک کړي. هر څوک چې د وطن په بربادۍ لپاره او د اسلامي نظام د ړنګولو کوښښ کوي لمړی ورته د لوی رب څخه هدایت غواړم که هدایت یې په نصیب کې نه وي نو الله ج دې تباه و برباد کړي.

ځیرک څارونکی

داعش له خپل پیدایښت نه بیا تر اوسه د امریکا په لاس یوه لوبیدونکی ډله ده او د داعش پخپله عقیده د داعش اکثره اعضاء او مشران پخوانی مرتدین دي، امریکا اوس له دې ډلی نه د یو تجارتی برانډ او اعلان په حیث استفاده کوی. د سړی خندا دې نا صالح ته راشی چی کله چی ئې بادار امریکا هرڅه رسوا کړل نو اوس وائې چی دا خو د حقانی شبکی غړی وه. ددې خبر له خپرولو نه د امریکا موخه یواځی او یواځی دا وه چی د طالبانو په استخباراتو سبقت واخلی او په اصطلاح د داعش د… نور لوستل »

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
ما خو دیری مودی نه مخکی می ویل چی دا ذلیل ناصالح د خبیث داعش اصلی مشر دي. خو إن شاء الله معلوم شو چی اوس د تولو اجل راغلی دي. الله أکبر ولله الحمد ولا حول ولا قوة إلا بالله

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x