افغانستان

جاپان په افغانستان کې خپل سفارت خلاصوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د جاپان سفیر د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په یوه ناسته کې ویلي دي چې جاپان غواړي له نوي حکومت سره کار ته ادامه ورکړي.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي چې د جاپان سفیر تاکاشی اوکاتا تېره ورځ د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره تېره ورځ په سپيدار ماڼۍ کې کتلي دي.

هغه زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د جاپان سفیر وویل چې جاپان په کابل کې د امنیت د ډاډ ترلاسه کولو وروسته تصمیم لري چې خپل سفارت خلاص کړي او د عملي اقداماتو لپاره یو مشترک چارچوب ایجاد کړي.

هغه ویلي دي چې دوی د افغانستان له خلکو سره ملاتړ کوي او جاپان غواړي چې د نوي حکومت سره خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

جاپان سفیر زیاته کړې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د باور د ایجادولو لپاره دوی لومړی خپل کومکونه زیاتوي او دغه کومکونه باید د ژمي تر رارسېدو وړاندې افغانستان ته ورسیږي.

جاپان په داسې حال کې په افغانستان کې د سفارت د خلاصولو اعلان کوي چې څو ورځې وړاندې عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت پرانیست.

همدا راز جرمني  هم اعلان کړی دی چې په کابل کې خپل سفارت خلاصوي. د سعودي په اړه هم ځينو رسنیو خبر ورکړی دی چې غواړي په کابل کې خپل سفارت بېرته خلاص کړي. همدا راز ټاکل شوې چې اریانا افغان هوايي شرکت دغه هیواد ته پروازونه پيل کړي.

اوسمهال په افغانستان کې چین، روسیه، قطر، عربي امارات، پاکستان، ایران او ترکیې په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي دي.

افغان حکومت هم پاکستان، قطر او عربي اماراتو ته ځينې نوي ديپلوماتان لیږلي دي.

د چارو شننونکي وايي چې د نوي حکومت سره د ځينو هیوادونو ديپلوماتیکي اړیکي په نړیوالو حقوقو کې د ضمني رسمیت پيژندنې په معنا دي.

دوی وايي حکومتونه که په صراحت سره د یوه حکومت  په رسمیت پيژندلو لپاره اعلان وهم نه کړي د ديپلوماتیکو اړیکو پیلیدل په خپله د دې معنا ورکوي چې دواړه حکومتونه یو بل په رسمیت پيژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمصور

دنوم حکومت سره (نوی حکومت)

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x