افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بې ځايه شوو کډوالو بېرته خپلو سيمو ته ستنېدل زیات شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره «اوچا» وايي، په افغانستان کې د بې ځايه شوو کډوالو بېرته خپلو سيمو ته زيات شوي دي.

اوچا اداره وايي، روان ميلادي کال کې د نږدې اووه لکو کسانو څخه شاوخوا يو سل او نهه شپېته زره کډوال بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره زياتوي، په دغو خلکو کې ډېری هغه خلک هم خپلو سيمو ته ستانه شوي، چې په وروستيو جګړو کې يې کورونه تخريب شوي دي او نورو بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

اوچا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان اسلامي امارت د مهاجرينو وزارت سربېره يو شمېر نورې ادارې هم هڅه کوي، چې د ژمي له رارسېدو مخکې ټول بې ځايه شوي کډوال بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

د مهاجرينو وزارت وايي، دوی هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو سربېره د نورو بشري ټولنو په همکارۍ ټول بې ځایه شوي کډوال بېرته خپلو سيمو ته ستانه کړي او د دې لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x