افغانستان

امریکا غواړي افغان بانکي سستم ته په داسې بڼه پيسې عرضه کړي چې حکومت ته یې ګټه ونه رسیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا حکومت وايي چې دوی پر هغه لارو غور کوي څو د افغانستان بانکونو د پيسو دوران ته پيسې په داسې شکل عرضه کړي څو افغان حکومت یا طالبانو ته یې ګټه ونه رسیږي.

د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان مالي سستم او د بانکي تادیاتو سسم له ګډوډۍ او بې نظمۍ سره مخ دي.

په دغه راپور کې د تېر رژیم او د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د افغانستان د بانکي او مالي سستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي وو چې د ۲۰۲۰ز کال تر پایه د افغانستان په بانکونو کې جمع شوې پیسې ۲۶۸ میلیارده افغانۍ وې چې د روان کال د ستمبر د میاشتې تر پایه ۱۹۴ میلیارده افغانیو ته راښکته شوي دي چې د روان کال تر پایه د ۱۶۵ میلیارده افغانیو ته د راښکته کېدو امکان شته دی.

حاضره افغان سوداګر او پانګوال په بانکي او مالي سستم د عدم اعتبار له کبله له بانکونو پیسې راوباسي خو بېرته یې بانکونو ته جمع کوي او دغه چاره بانکونه له پیسو خلاصوي او ورسره سقوط کوي.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویلي دي چې د افغانستان د بانکي سستم له سقوط څخه د ژغورلو لپاره سمدستي او عاجل اقداماتو ته اړتیا ده.

د دغه راپور تر خپریدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې امریکا له ملګرو ملتونو سره په دې کار کوي څو افغانستان پیسو دوران ته پیسې عرضه کړي.

هغه وویل چې امریکا له نورو هیوادونو سره دوه اړخیز او ګڼ اړخیز کار کوي څو د افغانستان  خلک له نړیوالو کومکونو څخه ګټه واخلي او دغه ګټه طالبانو ته ونه رسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې امریکا سږکال له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه ډالر بشري مرستې کړي دي او دوی پوهیږي چې د افغانستان اقتصاد د تېر حکومت پر مهال هم نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

تر دی اقدام وروسته طالبان دی کوشش وکری چی واره افغان تجاران تر منز ګروپونه جور کری، په دی سره د پیسو مقدار دیریژی او د صادراتو پر زای دی تولید کار شروع کری. مثل، د اوسپنی د تولید کارخانه تقریبا په یو میلون دالر ابتدایی کار شروع کیژی. مثل، د تیلو او ګازو استخراج په دی سره هم ارزانه تیل او ګار په لاس رازی او هم ګته بیرته خپله افغان تجار اخلی. خو شرط به پر تولو تجارانو دا ایژدی چی د فغانستان خخه د پیسو اخراج منع دی یعنی دپیس چرخش به په افغانستان کی وی.

ځیرک څارونکی

عجبه منطق دی مسئولیت د هرڅه په طالب اچوم اما حکومت او دولت ئې نه منم، د افغانستان د یو مسئوله ارګان پیسی د هغو مسئولینو ته نه ورکوم داسې ښکاری چی امریکا خپلی قلدری او سرتمبګی ته ادامه ورکوی او هیڅ نورم اواصولو ته غاړه نه ږدی اما دوی باید یاد وساتی چی همداسې ئې چی تیرو قلدریو نتیجه نده ورکړی دا قلدری به ئې ان شاءالله هم نتیجه ورنکړی او په شکست، فضیحت او شرمندګی به ئې تمامیږی.

pattang

نو دا څرنګه ؟؟ امنیت په طالبانو نیسم او پيسې نورو ته ورکوم ؟؟ امریکا غواړي په یوو دولت کې دوه سرونه جوړکړي ؟ یو اقتصادي او بل سیاسي ؟ امریکایان هر وخت خره ، ظالمان او اشغالګر تیر شوي او اوس هم دي !!

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x