افغانستان

د سي فارم په نوم شرکت په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخانه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د سي فارم  Cpharm  په نوم شرکت غواړي په افغانستان کې چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د دغه شرکت استازي تېره ورځ  د کورنیو چارو وزارت د نشيي توکو سره د مبارزې معین سره کتلي دي.

هغه لیکلي دي چې د Cpharm کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس شرکت جوړ کړي چې ورسره به په هیواد کې  چرس یواځې همدغه شرکت  ته ورکول کيږي.

خوستي په وینا یاد شرکت له چرسو ځینې دواګانې او یو ډول کریم جوړوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې په دغه کتنه کې د Cpharm شرکت نماینده ویلي دي چې حاضره په ټول افغانستان کې په  ۲۰ زره جریبه زمکه چرس کرل کيږي او د دوی شرکت بیا  ۳۰ زره جریبه ځمکې څخه د تولید شوو چرسو ته اړتیا لري.

د سعید خوستي د معلوماتو پر اساس د Cpharm شرکت غواړي په افغانستان کې ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي او له دغه شرکت سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي دي.

هغه ویلي دي چې  په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسما پيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

دا شرکت د چا دی؟ د کوم هیواد دی؟ د سه شی په اساس طالبان دا کار کوی کومه تداروکاتی سستم لمخی که هسی د خیشی او شناخت لمخی ؟؟؟ ایا د چرسو کرل په شریعت کی جواز لری؟؟؟ که طالبان ووایه چی بلی په یوه اندازه نو سوال دادی کومه اندازه؟؟؟ داسی معلومیژی چی د طالبانو خخه کار خرابیژی د دوی زینی خپل سری کارونه دیر منفی اثرات داسلام او اولس لپاره لری. کورنی چارو وزارت دا صلاحیت په یوازی سر نه لری. دلته د زراعت وزارت، صحت عامه وزارت، اقتصاد وزارت، د نشی یی توکو وزارت د حج… نور لوستل »

طوطی

یو روځ د لړمانو لوی کتار روان وه چا پوښتنه وکړه چی د دوی پاچا څوک دی. یوه لړم چی لکی یی په سر اړولی وه د پوښتنی په ځواب کی وویل: د هر یوه لړم لکی ته دی چی کوته ور نژدی کړه همغه زمونږه پاچا دی. که غواړی چی پاچا وپیژنی نو د یوه لړم لکی ته کوته نژدی کړه تا ته به زمونږه پاچا معلوم شی. اوس افغانستان کی د لړمانو پاد شاهی ده هر یو په خپل سر روان دی متقی هم د وزارت دفاع نمایندګی کوی او هم د وزارت خارجی، کله کله بیا د… نور لوستل »

طوطی

د طالبانو د حکومت لومړنی ښه اقدام د چرسو د فابریکی جوړول دی. چرس په کانادا او د امریکی په اکثرو لویو ښارونو کی نن سبا قانونی شوی دی او هر څوک ورڅخه استفاده کولی شی. پاکستان چی د شرابو فابریکه لری نو طالب هم د همغوی خلک دی نن د چرسو سبا د شرابو یو خدیث به ورته جوړ کړی روا به یی کړی دا خو کومه خبره نده. زمونږه ملایانو ته د خدیث جوړول کومه لویه خبره نده.

حبیب

طوطی ګله ستا نه د طوطی مرغه عقل ډیر دی

طاهر ثابت

ویل کیږی نوموړی کمپنۍ انکار کړی. هیله ده ځینی خلکو دتوطئی په خاطر داسی کار نوی کړی. هغو کسانو چه طالبانو ته ګوته نیولی هغه باید پوه سی چه ځینی مواد هم ښه او هم بد اثرات لری. که بد اثر مهار نسی نو دانسان دتباهی او مرګ سبب ګرځی. دبوټی بد اثرات په انګورو، غنمو، او ځینو نورو بوټو کی هم سته. فرق دا دی چه انګور او غنم دکیمیایی پوروسی نه مخ کی بد اثر نلری. بنګی او دتریاکو او نورو بوټو بیا اول اثر دعقل دبیکارکولو اول اثر دی. امریکایان دبنګو ځینی محصولات د سرطان دناروغانو لپاره… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x