افغانستان

عربي امارات له افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر په چلولو مذاکرات کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): متحده عربي اماراتو د افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر په ادارې خبرې اترې کړي دي.

رويټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ځینو بهرنیو ديپلوماتانو له قوله لیکلي چې متحده عربي امارات له تېرو څو اونیو راهیسې له افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر د ادارې لپاره مذاکرات کړي دي.

راپور زیاته کړې ده چې له افغان حکومت سره د کابل هوايي ډګر د چلولو په اړه مذاکرات ښيي چې سیمه‌ییز قدرتونه په افغانستان کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره چې حکومت یې هم په رسمیت نه دی پيژندل شوی رقابت کوي.

ديپلوماتیکو سرچېنو چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې رويټرز ته ویلي دي چې عربي امارات دې ته لېواله دی چې په افغانستان کې د قطر  دیپلوماټیک نفوذ مخه ونیسي.

قطر بیا له ترکيې سره په ګډه د کابل هوايي ډګر په بیا فعالولو کې له افغان حکومت سره مرسته کړې وه. قطر ویلي و چې دوی چمتو دي چې د کابل هوايي ډګر چارې پر غاړه واخلي.

خو افغان حکومت تر دې دمه له قطر سره د کابل هوايي ډګر د چارو د ورسپارلو په اړه رسمي هوکړې ته نه دی رسیدلی.

بل لوري ته د عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي رويټرز ته څرګنده کړې ده چې دوی د کابل هوايي ډګر چلولو ته تیار دي.

عربي اماراتو د تېر رژیم پر مهال هم د کابل هوايي ډګر عملیاتي چارې مخته وړلې.

د هوايي ډګر څارنه

یوه اساسي مسئله چې تر دې دمه د افغان حکومت او د هوايي ډګر ممکنه اداره‌کوونکو تر منځ نه ده حل شوې هغه د هوايي ډګر د امنیت مسئله ده. طالبان وايي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نور نه غواړي.

خو رویټرز وايي چې قطري ځانګړي ځواکونه بیا د خپلو الوتنو او د دوی اړوند اسبابو د ساتنې په موخه د هوايي ډګر داخل کې امنیت ساتي او افغان ځانګړي ځواکونه بیا د هوايي ډګر بهر کې ګزمې کوي.

د راپور له مخې څلورو بهرنیو ديپلوماتانو رويټرز ته ویلي دي چې د کابل هوايي ډګر چلول ډيره کمه سوداګریز ګټه لري خو د دغه هوايي ډګر چلولو استخباراتي اهمیت بیا زیات دی.

راپور له مخې کابل هوايي ډګر بیا  افغانستان ته د تلونکو او راتلونکو خلکو د معلوماتو په اړه اړین استخباراتي سرچېنه جوړیږي ځکه ډيری هیوادونه اوس په دې اړه ريښتیني معلومات نه لري.

د چارو شننونکي وايي چې د کابل هوايي ډګر ته د بهرنیو پروازونو پيليدل پر دې پورې تړلي دي چې کوم بهرني هیواد یا امنیتي کمپنۍ ته چې  نړیوال پرې باور وکړای شي د هوايي ډګر چارې وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

امنیت په دننه د ملکی هوایې میدان او شاوخوا د میدان کې یوه ډیره مهمه او پیچلی موضوع ده او څو بخشونه په کې شریک او یو له بل سره په ارتباط کې کار کوی. ۱- سرحدی پولیس چی د میدان د شاوخوا امنیت، میدان ته د داخلیدونکو مسافرو پلټل او په پاسپورت د خروج او دخول وهل ئې له اهمو وظایفو دی. ۲- ګمرکات چی د تلونکو او راتلونکو تجاری اجناسو نظارت په غاړه لری، تعرفه او داسې نور ۳- استخبارات چی نه تنها په میدان هوایې بلکه په هره دولتی اداره کې دننه موجود وی او هر څه… نور لوستل »

میرافغان

عربي امارات دي په نورو چارو لکه صحت، د بندونو جوړول، زراعت او نورو کي دي همکاري او مرسته وکړي۔

اسلام زنده باد

طالبان دی د اماراتو خخه د افغان پرسونل روز وغواری چی دهمیش لپاره ورخخه خلاص شی. نن به یی امارات درته وچلوی سبا سه کوی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x