نظــر

امریکا او متحدین یې د نړۍ اقتصاد څه ډول اداره کوي؟

م. نورالله عزام

د اقتصادي نړيوالتوب واګي د امريکا د متحده ايالاتو په لاس کې دي چې ډېره مالي پانګه يې د يهودانو په ولکه کې ده، يهودانو له پخوا څخه هلې ځلې کولې چې د نړۍ پر سرو زرو ولکه ترلاسه کړي او دا هېله يې هغه مهال پوره شوه چې کله په نړيوالو بازارونو کې راکړه ورکړه د سرو زرو پرځای په کاغذي نوټونو بدله شوه، امريکا له موکې څخه په استفاده د يهودانو په مرسته د نړۍ ډېر سره زر په ګرانه بيه واخيستل او بيا يې زېرمه کړل. په لومړنۍ نړيواله جګړه کې د اروپا اقتصاد تباه شو او هلته د يو شمېر هېوادونو له لاسه سره زر ووتل او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له امريکايانو سره دومره سره زر ذخيره شول چې د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو تر زرو زيات ول.

په(۱۹۴۴م) کال کې له دويمې نړیوالې جګړې وروسته امريکايي شتمنو د امريکا په بريټن ووډز (Bretton Woods) ښار کې غونډه وکړه او هلته يې د پيسو د تبادلې لپاره يو نوی داسې نظام جوړ کړ چې د هر هېواد مرکزي بانک کولی شي امريکا ته ډالر ورکړي او په بدل کې يې ورڅخه سره زر واخلي، په همدې توګه د امريکا د شتمنو يهودانو سره زر د نړۍ د پيسو لپاره معيار وګرځېد او د ټولې نړۍ پيسې له امريکايي ډالر سره وتړل شوې، که څۀ هم په عملي توګه داسې نه کېدل چې امريکا د ډالر په بدل کې سره زر ورکړي خو د ټولې نړۍ باور و چې د غوښتنې پر وخت سره زر ورکول کيږي، په (۱۹۷۱م)کال کې چې امريکايانو د ډالر په بدل کې له سروزرو ورکولو څخه په ښکاره انکار وکړ نو تر هغه وروسته په (بريټن ووډز) کې جوړ شوی د پيسو د تبادلې نظام له منځه ولاړ او دا خبره هم ورسره په ډاګه شوه چې د سرو زرو زياتره زېرمي د يهودانو لاس ته ورغلې، هغه مهال د زياتره هېوادونو پيسې له امريکايي ډالر سره تړلې وي خو له پورتنۍ نېټې څخه وروسته په نورو هېوادونو کې خپله کرنسي عامه شوه او په نړيوال بازار کې د ډالر پرځای نورې پيسې هم دود شوې خو د نړۍ زيات سره زر د امريکا شتمنو يهودانو زېرمه کړل.

دغه راز امريکا او متحدينو يې د برټن ووډز په غونډه کې د نړۍ د اقتصاد اداره کولو او د نېستمنو او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو د اقتصاد له منځه وړلو لپاره څلور نړيوالې مالي ادارې تنظيم کړې او داسې قوانين يې ورته وضع کړل چې د نړۍ ټول هېوادونه پکې راګډ کړي ترڅو له دغو ادارو څخه د يوې وسيلې په توګه کار واخلي، دوی زياتره اسلامي هېوادونه دېته مجبوره کړل چې خپل اقتصادي نظامونه د نړۍ له اقتصادي نظام سره عيار کړي او داسې تړونونه ورسره وکړي چې اسلامي هېوادونه تر پور لاندې وساتي او د نړۍ ډېره شتمني په خپله ولکه کې راولي.

د دغو څلور ډوله ادارو لنډه پېژندنه دلته را اخلو:
1. د پيسو نړيوال صندوق چې د نړۍ د نقدي پيسو نظام اداره کوي.

2. نړيوال بانک چې د نړۍ د اقتصادي او صنعتي پرمختګ چاري تنظيموي.

3. سوداګريز تنظيم چې په (۱۹۹۵ م) کال کې په نړيوال تجارتي تنظيم بدل شو او د دولتونو ترمنځ د نړيوالو تجارتي قوانينو څارنه کوي.

4. ګڼ ملتيزه کمپنۍ چې په ټوله نړۍ کې په ازاده توګه د صنعتونو توليد کوي.

لومړی: د پيسو نړيوال صندوق International Monetary Fund (IMF)
دا اداره د (۱۹۴۴م) کال د جولای په (۲۲) نېټه د امريکا د نيوهامشير ايالت په برټن وډز (Bretten Woods) ښار کې په يوه غونډه کې جوړه شوه چې عملي کار يې په (۱۹۴۷م) کال کې پيل کړ، دا د ټولې نړۍ مرکزي بانک شمېرل کيږي او هدف يې په نړۍ کې د نقدي پيسو نظام اداره کول دي او اړمنو هېوادونو ته له درې کلونو څخه تر پنځو کلونو پورې قرض پيسې ورکوي، دا اداره شاوخوا (۱۸۴) غړي هېوادونه لري او هغو هېوادونو ته پور ورکوي چې د امريکا ګټو ته خطر نه جوړوي، په دې اداره کې د هر غړي هېواد يوه ونډه وي او هغۀ ته د همدې ونډې په تناسب پور ورکول کيږي، مثلا نړيوال تجارت لس مليارده ډالر دی چې په هغه کې د يو هېواد ونډه يو مليارد ډالر ده؛ نو د دې هېواد برخه لس فيصده ده، دا هېواد کولی شي د اړتيا پر وخت د نړيوال بانک له بوديجې څخه له خپلې فيصدي سره سم يو مليارد ډالر پور واخلي؛ له دې امله چې امريکا او يهودان په نړيوال تجارت کې ډېره ونډه لري هغوی کولی شي له دې ادارې څخه هر وخت ډېر پور واخلي.

د دې ادارې پاليسې هم د رايو پر بنسټ جوړيږي خو رايه ورکول هم د هر هېواد له فيصدي سره سم ورکول کيږي، يو هېواد چې په بوديجه کې څومره زياته فيصدي ولري همدومره د زياتو رايو حق لري، مثلا په نړيوال صندوق کې يو هېواد شل فيصده ونډه لري هغه د شل فيصده رايو ورکولو حق لري، د دې ډېره ګټه امريکا او نورو نړيوالو قوتونو ته رسيږي ځکه چې هغوی په نړيوال صندوق کې ډېره ونډه لري.

دويم: نړيوال بانک (World Bank)
د نړيوال بانک بنسټ هم د برټن ووډز په غونډه کې اېښودل شوی او عملي کار يې په (۱۹۴۶م) کال کې پيل کړ، دا بانک په نړۍ کې د بيا رغوني او صنعتي پرمختګ چاري اداره کوي، د دې ادارې عمده سهام داران امريکا، انګلستان، فرانسه، المان، جاپان او هندوستان دي، په دې معنی چې کله پرېکړه کيږي د دې سهام دارانو نظرونه به پکې ډېر منعکس کيږي، د دې ادارې بنسټيزه موخه د پور ورکول دي چې خپلو غړو هېوادونو ته له پنځلس کلونو څخه تر دېرش کلونو پورې قرض پيسې ورکوي، دا اداره هم د رايو پر بنسټ خپل پلانونه پرمخ بيايي او دلته هم رايي د ونډو پر تناسب ورکول کيږي، څومره چې د يو هېواد ونډه زياته وي هغومره د زياتو رايو حق ورکول کيږي، په دې اداره کې هم هغو هېوادونو ته ډېره ګټه رسيږي چې ډېره پانګه ولري لکه امريکا او يهود.

دريم: نړيواله تجارتي اتحاديه (WTO) (World Tread Organization)
د دې ادارې جوړښت د مراکش په پلازمېنه رباط کې د (۱۹۹۵م) کال د اپريل په مياشت کې رامنځ شو او هدف يې د نړيوال بانک په مرسته د نړيوال تجارت لپاره قانوني کاري اداره تشکيلول او د نړيوالو ترمنځ د قوانينو څارنه کول دي، او مر کز يې په ژينيوا کې دی، په ظاهره د دې ادارې دوه اساسي موخي بيانيږي: لومړی د نړيوال تجارت لپاره ازاده فضا او باثباته چاپيريال چمتوکول او دويم په نړيواله سطحه له هر ډول بنديزونو څخه پاک تجارت ته پرمختګ ورکول.
دا اداره په حقيقت کې د نړيوال تجارت لپاره د يو منظم کاري پلان جوړولو دنده پرمخ بيايي او په کاري لائحه کې يې داسې اصول ټاکل شوي چې يو هېواد څۀ ډول کولی شي په سېميزه توګه صادرات وکړي؟ پر خارجي مصنوعاتو څومره ماليه وضعه کړي؟ کومو هېوادونو ته او څۀ ډول خپل صادرات ورسوي؟ د دې ادارې په کاري پلان کې دا هم شته چې نېستمن هېوادونه نشې کولی د لوېديځ سترو هېوادونو ته خپل صادرات ولېږدوي.

څلورم: ګڼ ملتيزه کمپنۍ (Multinationale Companies)
د دې اتحاديې بنسټ هم په برټن ووډز کې اېښودل شوی چې بيا وروسته يې ساحه نوره هم پراخه شوه، نړيوالو قوتونو غوښتل چې د اقتصادي نړيوالتوب ساحه نوره هم پراخه کړې، دې موخې ته د رسېدو لپاره په نړۍ کې يو شمېر کمپنۍ سره يوځای شوې او د نړۍ ټول تجارت يې اشغال کړ او د همدې لارې يې د هېوادونو اقتصاد په لاس کې واخيست چې د دوی اتحاديې ته ګڼ ملتيزه کمپنۍ وايي. دې اتحاديې په نړۍ کې د سيميز تجارت اغېز ډېرکم کړ، په نن وخت کې ګڼ ملتيزه کمپنۍ د اسلامي نړۍ د اقتصادي پرمختګ په وړاندې ستر خنډ دی.

د ګڼ ملتيزه کمپنيو د ترويج او پر مختګ لپاره څو اساسي کارونه شوي دي:
1.په عمومي توګه په نړۍ کې يو څو کوچنۍ کمپنۍ سره يو ځای شوي او يوه ستره کمپنۍ ورڅخه جوړه شوې ده، چې د دې کمپنيو مالکان په نړۍ کې د خپلو مصنوعاتو لپاره پراخه تجارتونه کوي او وخت نا وخته ځيني سترې کمپنۍ سره يو ځای شي او بيا خپل مصنوعات د نړۍ هر ګوټ ته رسوي.

2. کله کله دوه يا تر دوو زياتي کمپنۍ د ځينو ځانګړو مصنوعاتو په خاطر سره يو شي او هغه صادرات نړيوال بازار ته وړاندې کړي، لکه د مايکروسافټ کمپنۍ چې د يوې پروژې لپاره يې له (۱۵) مخابراتي شرکتونو سره په ګډه کار وکړ.
3. ځيني ګڼ ملتيزه کمپنۍ د يوې مشهورې کمپنۍ د صادراتو حقوق واخلي او بيا د هغو له لارې په نړيواله سطحه خپل صادرات مشهور کړي.

4.کله نا کله يوه وړه کمپنۍ په نړيوال بازار کې د سوداګرۍ توان نه لري نو بيا له لويې کمپنۍ سره يو ځای شي او په ګډه تجارت پر مخ بوزي چې په دې سره کوچنۍ کمپنۍ محفوظه شي او لويه کمپنۍ نور پرمختګ هم وکړي.

ګڼ ملتيزه کمپنۍ په نړيواله سطحه د اغېز ترلاسه کولو په موخه په رسنيو کې پراخه نشرات کوي، د نړۍ ستر رسنيز وسائل د امريکا د يهودو په لاس کې دي، دغه خلک د ګڼ ملتيزه کمپنيو د صادراتو لپاره په پراخه کچه په ښه بڼه او ښۀ کيفيت نشرات کوي، د ټولې نړۍ خلک تشويقوي چې د خارجې کمپنيو صادرات واخلي او کوښښ کوي چې خلک تجارتي توکي د شخصي تجارانو پر ځای مخامخ له لويې کمپنۍ څخه ترلاسه کړي. د ګڼ ملتيزه کمپنيو يوه بله حربه داده چې زياتره وخت د يو هېواد څخه خام مواد په ارزانه بيه ترلاسه کوي، دغه مواد په خپلو کارخانو کې جوړ کړي او بيا يې پر همدې هېواد په ګرانه بيه خرڅوي، مثلا د عربي نړۍ د تيلو را ايستلو او پاکولو ټولي کمپنۍ بهرنۍ دي، کله چې دوی د خپلو خدماتو معاوضه اخلي نو عربي نړۍ ته کمه ګټه رسيږي او بيا د دې تېلو پر را ايستلو باندې لويديځ هېوادونه له عربي هېوادونو څخه ماليه هم اخلي نو خلاصه دا شوه چې د اسلامي او ختيځ هېوادونو له زياتره خدای ورکړو زېرمو څخه د سترو کمپنيو له لارې غربيان ګټه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

سلطان العلماء العز بن عبدالسلام وایې چی د اسلامی شرائعو بنیادی موخه د مصلحتونو د جلب او د مفسداتو د مخنیوی په بنیادی محور را څرخی او د اسلامی شریعت له تطبیق نه اصلی موخه هم باید همدا وی. کله چی اسلامی شرائع له پامه وغورځول شی نو حتما به ئې نتیجه مفسدات او بی عدالتیو ته مخه کول وی. کله چی یوه ډله انسانان د مفسداتو او بی عدالتیو خوا ته مخه کوی نو دا په اصل کې دوی خپل د تباهی او بربادی مقدر خپله پخپل لاس باسی او د الله د قهر، لعنت او غضب او بالاخره… نور لوستل »

ُطاهر

دا څه اپلتی وایی؟ دا ۱۰۰ کاله کیږی چی د نړی اقتصاد د همدغو کفارو په لاس کی دی او موږ مسلمانان یی په یو ډول یا بل ډول د دوی غلامان غوندی کرځولی یو او ورته احتیاج یو او ته راته اپلتی وایی چی العز بن عبدالسلام داسی وایی او داسی وایی. د دی اپلتو پر ځای د کومی اقتصاد ی طرح فکر وکړه چی مونږ تیکنالوجی زده کړو او اقتصاد مو رشد وکړی او بیا زمونږ پیسی په ټوله دنیا کی وچلیږی او کفار مونږ ته کار وکړی او را ته احتیاج وی. داسی چی بیا مونږ د… نور لوستل »

احمدشاه

عبدالله خانه ستا او د حنې نورو طوطیانو ذهنی اندازه تر همدغې دنیاوی کپیوترو او د پیسو د ماشین د چاپولو په محدوده کۍ ده. او د دې دنیاوې درک نه وچت بل حه هم شته چه هغه ته حکمت وایې او هغه د الله ورکړه ده.
په خواشینې سره چه تاسو تر دې دمه ترې محروم یاست

محمد عبدالله

لكه چى خپل بيهوده او حقير خبرى حكمت بولى يوه معقوله خبره خو وكره چى مونگ ستا پر پوهه حكمت زيركتيا او دلايل پوى شو لكه مكار او چالبازه گيدر فقط زان حقيروى او دخپل بعض له رويه بى استدلاله شخصى انتقادونه كوى . داسى نه چى د حكمت په نوم بى استنجا وگرزى او د مرداريو پرستارى وكرى. زمونگ ليكنى ددلو تپلو او دولتونو او مشخصو اشخاصو په منافع يا بغضوى او كينوى انتقاد نه چرخيگى بلكه مونگ تحليل تبصره مفكوره او د حل لياره لرو . بل وارى چى د چا د مفكوروى تبصرى پر تبصره د تبصره… نور لوستل »

محمد عبدالله

ته د حكمت مونگ ته ووايه هسى نه چى ناولى گرزى او وايى حكمت دا ده چى د مچانو لشكر راپسى ده

محمد عبدالله

حكمت يا د خداى لپاره خاص ده يا خو خداى خبلو خاصو بندگانو ته وركرى وى . داسى نشى كيدلاى چى هر سوك خپل صحيح او غلط وكرى او د حكمت په نوم خلكو باندى تير كرى . ته چى حكمت يادوى بايد د خبل حكمت وضاحت هم وكرى چى مونگ درسره قانع شو او ومنو چى دا سودى قاغذى نوتونه روا دى.
ته او ستا استادان بيچاره دقاغذى نوتونو او اوسنى اقتصادى نظام په سر او بر خبر ندى بيا خپله بيخبرى او نا پوهى د حكمت په نوم په خلكو خرسوى

ځیرک څارونکی

اپلتی خو تا ویستی ما خو د لیکنی د محتوا مطابق او د اوسنی طاغوتی جهانی اقتصادی سیستم د واقعیت مطابق تبصره کړی تا غوندی هوائې ډزی می ندی کړی او نه هم غواړم چی خلکو ته خیالی او له عینی واقعیت نه لیری فیسبوکی طرحی ورکړم لکه ستاسو اضرابو چی په تیرو شلو کلونو کې ورکولی. لطفا اپلتی مه وایاست د غرب حلقه بګوش غلامان هیڅکله هم په خپل هیواد کې د غرب د مثبت اړخ مطابق پیشرفت نه غواړی هغوی همیشه د غرب د ګټو د ساتلو لپاره د غرب منفی اړخ دلته راکشوی غواړی چی ځان او… نور لوستل »

محمدعبدالله

دا چې پيسې په خپل منځي معاملاتو، د ټولنې په اقتصاد او د خلکو تر منځ د عدالت په راوستلو کې مهم رول لوبوي؛ نو بايد د داسې ځانګړتياوو لرونکي وي تر څو په ټولنه کې توازن وساتي، لومړی يې بايد ارزش ذاتی وی او د پشتوانی محتاجه نه وی چاپ محدود وي، د چا په واک کې نه وي، ټولو ته يو شان وي، د ثابت ارزښت لرونکي وي، داسې يو څه وي چې دوام وکړي او ژر خراب نشي، د ټولو د منلو وړ وي نه دا چې پر خلکو په جبري ډول مسلط شوي وي، نرخ او… نور لوستل »

2.jpg
محمدعبدالله

gold vs fiat

3.jpg
Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x