افغانستان

تورخم: تر ۸ کلونو کم ماشومانو ته له سفري اسنادو پرته پاکستان د تګ اجازه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان او پاکستاني چارواکو تېره ورځ په تورخم کې کتلي او له دغه لارې د مسافرو ته په لازمو اسانتیاو برابرولو یې هوکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت معین قاري نورجلال په مشر یو پلاوي او د پاکستان د پېښور قول اردو قومندان فیض حمید تېره ورځ په تورخم کې سره کتلي ديدي.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو موافقه وکړه چې له ۸ کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته به د پاسپورت او ویزې پرته د تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.

تر دې وړاندې پاکستاني لوري له یو کلن کم عمر ماشومانو ته له پاسپورت او ویزې پرته د تورخم له لارې د تګ اجازه نه ورکوله.

همدا راز دواړو لورو هوکړه وکړه چې هره ورځ به ۱۰۰ افغان ناروغانو ته له سفري اسنادو پرته پاکستان ته د تګ اجازت ورکول کیږي.

افغان او پاکستاني لورو پر دې په پرنسيپ کې توافق وکړ چې په تورخم کې به د امیګریشن (ټاپې وهلو مسوولین) کارمندان هم زیاتیږي خو په دې اړه وروستۍ پریکړه به د پاکستان لومړي وزیر له اجازې وروسته کیږي.

د تورخم لاره تېره میاشت له یوه اوږده ځنډ وروسته د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه، خو د مسافرو د ډيروالي او د پاکستان لوري ته د امیګریشن د پروسې سستوالي له کبله مسافر مجبور دي په تورخم کې شپه سبا کړي څو پاکستان لوري ته واوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

طالبان دی شزو او ماشومانو د دوارو تګ راتګ بی پاسپورته کری.

طوطی

باور می پری کوی پاکستانی ټول منافقین دی. د هند ۵۰ زره ټنه غنمو ته لا تر اوسه اجازه نده ورکړل شوې چی افغانستان ته راشی باوجود د دی چی عمران وویل چی اجازه لری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x