نظــر

د افغانستان اقتصادي بحران، امریکا او سیمه

لیکوال: سلیم صافی

ژباړه: شاهدالله زهير

له لومړۍ ورځې مې د جرګی په پروګرام کې ویل چې امریکایی پوځیان له افغانستانه وتلي، خو خپله امریکا نه ده وتلې.

په بل عبارت، امریکا [وضیعت ته په کتو] خپله تګلاره بدله کړه چې د افغانستان او سیمې لپاره تر پخوا خطرناکه بریښي.

له بلې خوا د هغوی ملاتړی، اشرف غني په ناڅاپي او مرموز ډول له کابله ووت او طالبان مجبور شول چې د خپل پلان نه پنځه میاشتې وړاندې کابل ته داخل شي.

د دې پروسې یو مثبت اړخ دا و چې په افغانستان کې پرته له کومې لویې جګړې او وینې تویدنې واک انتقال شو.
بل مثبت اړخ یې دا دی چې په ټولیزه توګه د طالبانو د سخت کنټرول له امله جګړه پای ته ورسېده او سوله راغله.

لکه څنګه چې د افغانستان واک په ناڅاپي توګه د طالبانو لاس ته ولوید، همداسې طالبانو هم د ټولو مخالفینو لپاره عمومي عفوه اعلان کړه.

دا ځل د ښځو او رسنیو په وړاندې د دوی چلند اوس بل ډول و، خو تر ټولو لویه ستونزه پیسې او دندې وې، امریکا او متحدینو یې هر کال په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګول.

بې له شکه چې دغه پيسې تر ډيره بریده د جګړې او فساد قرباني کیدلې، خو بيا هم دا پیسې په یوه یا بله بڼه د افغانستان په بازارونو کې ګرځیدلې او حتی تېر کال هم د افغانستان د انفلاسیون او ناخالص تولید شاخصونه د پاکستان په پرتله ښه وو.

د امریکا او ناټو په وتلو سره دغه پیسې نور د افغانستان بازارونو ته نه راتللې، له بلې خوا ډېرو شتمنو کسانو، چې ډېری یې د حامد کرزي او اشرف غني په واکمنۍ کې په افغانستان کې پانګونې لرلې؛ خپلې پیسې بهر ته ولېږدولې.

طالبانو اوس د بخښنې پالیسي غوره کړې ده، خو د دوی د تېر وخت وېره له افغانستان څخه د ډیرو پوهو او تکړه مسلکي کسانو د وتلو لامل شوه. همداراز په لومړیو کې طالبانو بانکونه وتړل او د څو ورځو لپاره دولتي دفترونه له فعالیت نه پاتې شول چې له امله یې د اقتصاد څرخ په ټپه ودرېد.

په تېرو کلونو کې امریکایانو د افغان حکومت له یو ملیون څخه د زیاتو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول، خو کله چې طالبان راغلل، دوی یې سلسله پرې کړه او حتی د افغان حکومت شتمنۍ یې کنګل کړه چې له کبله یې د طالبانو حکومت د پخواني حکومت په پرتله نشي کولای له نورو هیوادونو سره تجارتي اړیکې ټینګې کړي.
دغه اقدام اوس په افغانستان کې تر ټولو بد اقتصادي بحران او بشري ناورین ته لمن وهي.

د امريکا، چين او روسيې په ګډون تقريباً ټول هېوادونه اسلامي امارت سره په تماس کې دي، خو تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. امریکا ټینګار کوي چې په افغانستان کې دې نوی حکومت باید همه شموله جمهوري بنسټ ولري، د ښځو حقوق دې مراعات شي او نور اړوند غوښتنې چی د نورو هیوادونو له خوا هم مطرح شوې. له بله پلوه طالبان وایي چې اسلامي امارت به دغه غوښتنې پوره کړي.
څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د هيواد د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی وینا مې په ژوندۍ بڼه واوریده. نوموړي ټینګار کاوه چې د نړیوالې ټولنې ټولې غوښتنې یې پوره کړې دي، خو امریکا او غربي نړۍ د دوی له حکومت سره همکاري نه ده کړې. ښاغلي متقي جوته کړه چې د نړۍ په سطحه د یو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره حتمي نه ده چې هغه حکومت باید جمهوري وي.
نوموړي زیاته کړه چې په نړۍ کې شخصي حکومتونه، کورنۍ او پوځي ديکتاتوریانې، کمونيستي نظامونه او ورسره د شریعت پر بنسټ ولاړ نظامونه شتون لري چې ټول د نړۍ لخوا پېژندل شوي، ټول د ملګرو ملتونو غړيتوب لري.

د داخلي نظام یا بدلونونو له امله د کوم هیواد د حکومت د پېژندلو یا نه پیژندلو پوښتنه د هیڅ یوه نظام پر خلاف نه راپورته کیږي خو دا خبره یوازې د اسلامي امارت پر ضد کارول کیږي.

ښاغلي متقي زياته کړه، هغه کسان چې تر پرون پورې يې د امريکا د واکمن او متحد په توګه زموږ پر ضد جګړه کوله، موږ يې وژلو، په زندانونو کې يې اچولو؛ نه يوازې دا چې موږ بښلي، بلکې مونږ د هغوی د کورونو ساتنه هم کوو.

د هغوی په دوره کې له بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې هیڅ پوښتنه نه ده راپورته شوې، پداسې حال کې چې مونږ [په ناحقه] د بشري حقونو په سرغړونې تورن شوي یو.

متقي صاحب وویل چې په نړۍ کې هیڅ داسې حکومت نشته چې سیاسي مخالفین پکې شامل وي. ایا جو بایډن، ډونالډ ټرمپ په خپل حکومت کې شاملولی شي؟ آیا په بل کوم هیواد کې داسې مثال شته چې یو سیاسي مخالف له حکومت سره یو ځای شي خو موږ ته ویل کیږي چې زموږ حکومت تر هغې به ټول شموله نشي ترڅو چې مو پکې ځینې افراد چې نه یوازې زموږ سیاسي سیالان دي؛ بلکې تر پرونه یې پر موږ بمونه غورځول او په ټانکونو پسې یې کشولو؛ هم شامل کړي نه وي.

سربېره پر دې، د ژبې له نظره زموږ په حکومت کې ازبک، تاجک او پښتانه حضور لري. د سیمو له لحاظه زموږ حکومت کې د افغانستان د مختلفو سیمو اوسیدونکي لکه پنجشېر، مزار شریف، بدخشان او کندهار کار کوي، خو بیا هم زموږ حکومت ټول شموله نه ګڼل کیږي. زمونږ اصلي ستونزه د پیسو کمښت دی.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د اشرف غني حکومت د څو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي چې اوس یې مونږ ورکوو، پخواني حکومت له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه د برېښنا میاشتینۍ بقایا هم نه ده ورکړې چې دا ستونزه هم باید د اسلامي امارت لخوا حل شي.

دا د متقي صاحب او د هغه د حکومت دریځ دی چې تر یو بريده ورسره مخالفت کولای شو، مګر د دوی یو دلیل چې هیڅ د مخالفت ځای پکې نشته؛ دا دی چې نړیوال اصول او قوانین خلک او حکومتونه سره جلا کړي پداسې حال کې چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان ته ټولې بشري مرستې ځنډول شوي چې اوس یو بشري ناورین ته لمن وهي.

داسې ښکاري چې امریکا هغه څه چې د زور له لارې يې لاس ته را نه ووړ؛ اوس غواړي هغه د افغانستان د اقتصادي بربادۍ او ګډوډۍ له لارې ترلاسه کړي.

د افغانستان ددې غمیزې د حل لاره باید ګاونډیان، چین او روسیه په ګډه ولټوي خو طالبان هم که د لویديځ غوښتنې نشي پوره کولای؛ لږ تر لږه د ګاونډیو هېوادونو لکه روسیه او چین غوښتنې خو دې پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x