نظــر

د پخواني دولت لومړی مرستیال د داعش رهبري و

رحمت الله فيضان

د ۲۰۲۰ کال اکتوبر په ۲۴مه په کابل کې په یوه تعلیمي مرکز برید وشو، د همدې کال د نومبر په ۲مه په کابل پوهنتون برید وشو چې په دې برید کې ۲۲تنه ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول ۱۹ ورځې وروسته بیا د کابل پر هوایي ډګر د کاتیوشا په نامه شپږ توغندي وتوغول شول، دغه برید هم مرګ ژوبله درلوده، ددې ترڅنګ هره ورځ د فاسدې ادارې په حاکمیت کې هدفي وژنې په درز کې روانې وې، په دغو وژنو کې داسې کسان هم په نښه شول چې له هیڅ ډلې سره یې تړاو او اړیکې نه درلودې، همدا راز په کابل او ولایاتو کې د چسپکي ماینونو چاودنې عادي او په ورځینو پیښو بدلې شوې وې، دغه ټول جنایات په حقیقت کې د امرالله صالح له لوري د جوړې شوي قاتلې کړۍ له لوري ترسره کیدلې او پړه به یې د طالب پر غاړه وراچوله، خو طالبانو به تل د دا ډول جنایاتو غندنه کوله، هغه وخت د طالب غږ چا ځکه نه اوریده چې د افغانستان رسنۍ د امرالله صالح تر مستقیم تهدید لاندې وې، کوم چا چې به د طالب په ملاتړ خبره کوله یا به تهدیدل یا به زندان ته اچول کېدل او یا به وژل کېدل، هیڅ رسنۍ د دې جرئت نشو کولای چې د طالب ویاندویانو غږ یا تصویر خپور کړي.

وخت ثابته کړه چې په کابل کې د ټولو جنایي پېښو تر شا د امرالله صالح مستقیم لاس و او د داعش په نامه مجهولې ډلې به ددۀ د جنایاتو مسولیت پر غاړه اخیست.

تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه جنایتکاره ځاله افشا کړه چې تر شا یې مستقیم د امرالله صالح لاس و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره شوې اعلامیه کې په داعش پورې تړلي د دریو کسانو نوم اخیستی چې په افغانستان کې د داعش رهبري کوي، ددې کسانو نومونه دا ډول یاد شوي:
۱-ثنا الله غفاري
۲ سلطان عزیز اعظم
۳-مولوي رجب

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په ډاګه راغلي چې نثا الله غفاري مشهور په شهاب المهاجرپه ۲۰۲۰ م کال کې ورته د داعش د خراسان د څانګې مسؤلیت سپارل شوی، په دغه اعلامیه کې په ډاګه ویل شوي چې غفاري په ټول افغانستان کې د داعش ډلې مدیریت او رهبري پر غاړه درلوده او مالي سرچينې یې ورته برابرولې، د امریکایانو په اعلامیه کې دا هم په ډاګه شوي چې غفاري د امرالله صالح د خاص امنیتي ګارد له غړو څخه و.

غفاري په ۱۳۹۸ کال کې د صالح په خاص ګارد کې تنظیم شو او تر اخره ددۀ ترڅنګ و، که څه هم صالح په ډیر وقاحت سره غفاري د حقاني شبکې غړی ګڼي او وایي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د دغې شبکې عضویت تر لاسه کړی، دا خبره ډېره خندوونکې او احمقانه ځکه ده چې که غفاري د حقاني شبکې غړی و بیا یې تر ریاست جمهوري څنګه لار پیدا کړه او د حقاني شبکې لپاره تر هرچا ډیر مهم د هدف وړ شخص خپله امرالله صالح او فاسد نظام مزدور واکمنان ول نه د کابل پوهنتون مظلومان محصلین.

زموږ د شهیدانو وینې به ډیر ژر رنګ راوړي او د دې ولس ټول قاتلان به د دوی د بادارانو له لوري افشا شي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د شورویانو د اشغال سره يو ځاى د جهاد په نامه د جهاد مافيايي شورا نظار ډلې د افغانستان او افغانانو په دښمنۍ کې د شوروي اشغال ګر او بيا د امريکا او د امریکا د متحدينو په مشرۍ لاس درلودلو. دا لڼډغران د افغانستان ازلي دښمنان او مخربې څيرې دئ.

افغان

هو د دوی تاریخ جنرال رحمت الله صافي په خپل کتاب مسعود پيژنئ کې ثبت کړی د هغه کتاب په لوستو د دوی اصلي څیره درته ښه بر بنډیدلای سي .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x