افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوحه کې له اروپايي او امریکايي استازو سره ګوري‎

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی به را روانه اونۍ دوحې ته د امریکايي استازو او اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره ولاړ شي.

بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به به د اکتوبر د میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې په دوحه کې د اروپایي ټولنې، امریکایې استازو او نورو جهتونو سره پر سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، تعلیم، صحت، کابل کي د سفارتونو امنیت، د هغو پر خلاصون او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

بلخي زیاته کړې چې په یاد پلاوي کي به د پوهنې، صحت، مالیې، امنیت او د افغانستان بانک استازي هم برخه ولري.

نوي افغان حکومت تېره میاشت او تر هغه وړاندې د میزان په میاشت کې هم له امریکايي استازو سره په په دوحه کې کتلي وو.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه ناستو کې افغان او امریکايي لورو د دواړو خواوو د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو او اړونده موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي وو چې د افغانستان د حکومت کمزوری کول د هیچا په ګټه نه دی.

همدا راز افغان او امریکايي لورو موافقه کړې وه چې د دوحې  هوکړه لیک به تطبیقوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x