شعـــــرونه

عجیبه کیف دی/محمودي

سيد محمد محمودي

عجیبه کیف دی، عجیبه پکې لذت پروت دی
چې بېلګه نه لري، اخلاص کې حلاوت پروت دی

زړونه دې ځکه لاسنیوی کوي د حسن پیره
په شهلا سترګو کې دې بشپړ طریقت پروت دی

چې د دنیا او د شهرت حُب ته یې ځای ورنکړو
په هغه زړه کې واقعي چې ستر جرئت پروت دی

که په وصال پسې ژوند مات شي، یا هجران قبول شي
یو کې رخصت دی، په دې بل کې عزیمت پروت دی

د یتیم آه، د شهید وینې به عذاب شي ورته
چې د کوم چا زړه کې ملت سره خیانت پروت دی

لویه څښتنه! انتخاب مو کړه و هغه ځای ته
چې خوندیتوب مو په کوم ځای کې د عزت پروت دی

محمودي! هر اړخ د ژوندون دې باید دغسې وي
لکه غزل کې چې دې څنګه معنویت پروت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x