نظــر

اسراييلو ته د سعودي د پاچا نرمه غوسه

ليکوال: عبدالباري عطوان

ژباړن: احمدالله احمدزی

بالاخره د سعودي عربستان ټولواک امير عبدالله هم د غزې پر مظلومانو اوښکې تويې کړې او د اسراييلو بريدونه يې د بشريت پر ضد جنګي جنايات وبلل، مګر دا يې ونه ويل، چې د اسراييلو مخنيوی بايد په څه ډول وشي او د ده هېواد په دې اړه څه رول لوبولای شي. د سعودي د پاچا خبرې، چې د جمعې له لمانځه وروسته خپرېدې، ما د دې لپاره اوريدې، چې د کوم پريکنده رول اعلان به کوي؛ چې له مخې به يې د عربي ټولنې د دفاع وزيرانو او ارکان حرب بېړنۍ غونډه رابلل کيږي او يا به د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه رابلل کيږي، مګر زما پر ټولو هيلو او ارزوګانو يخې اوبه واوښتې، حتا د پاچا په پيغام کې «اسراييل ترهګر يا ښکېلاکګر» کلمه هم نه وه ياده شوې. زما په ګومان، د پيغام ليکونکي دا الفاظ قصدا پريښي دي او د د ترهګرۍ د ټولو ډولونو يادونه يې کړې، چې غرب يې د اسلام په نوم پورې تړي.

د سعودي د پاچا د خواخوږۍ پيغام، چې د فلسطين د ولسمشر محمود عباس لخوا يې تود هرکلی وشو، په عين حال کې اسراييلي جنګي طيارو د غزې سويل کې د ولسي خلکو پر کورونو ناتاره بمبارۍ وکړې او له شپيتو زيات ولسي وګړي يې شهيدان کړل، چې درې برخې يې ښځې او ماشومان وو او درې ماشومان خو بيخي د اور لمبو لولپه کړي وو. اسراييل، چې ورځ تر بلې د فلسطيني خلکو په وژنه نور هم زړور کيږي؛ اصلي لامل يې د عربي نړۍ پټه خوله ده او د سعودي پاچا هم په دې اړه خپله خبره کړې او د عربي نړۍ خاموشي يې غندلې ده.

د سعودي پاچا عبدالله وايي«پر غزه د اسراييلي بريدونو پر وړاندې د غلي پاتې کيدو لپاره هيڅ جواز نشته او موږ تاسې ټول بايد په دې پوه شو، که موږ تاسې د اسراييلو د ظلمونو او تېريو پر وړاندې پټه خوله پاتې شو، نو لنډ وخت کې به داسې يو نسل راشي، چې له جګړې پرته به په هيڅ شي باور نلري او خپل دښمن سره به هيڅکله روغې جوړې ته زړه نه ښه کوي او تمدونونو تر منځ به هم د خبرواترو پر ځای د ټکر پلوي وي» مګر ملک عبدالله هم دغه چوپتيا ماته نکړه او نه اسراييلو ته کوم ګواښ وکړ، چې که پر غزه يې له قيد و شرط پرته خپل بريدونه ونه درول، نو دوی د خپلو تېلو له وسلې څخه په ګټه اخيستنې د اسراييلو پر ضد ګامونه پورته کړي، څرنګه يې چې مشر ورور ملک فيصل د ۱۹۷۳د روژې د مياشتې په جګړه کې کړي و.

زموږ خو له پيله او اوس هم دا ارزو ده، چې د سعودي پاچا ملک عبدالله کاشکې هغه ورانه ويجاړه غزه ليدلې وای، چې د اسراييلي بمباريو له امله کنډواله شوې او يا يې د کوچنيانو هغه څېرې او ټوټې ټوټې بدنونه ليدلي وای، چې د اسراييلو په بريدونو شل و شوټ شوي دي او اوس د روغتونونو په دالېزونو کې د يو مسيحا په تمه نيم ژواندي پراته دي. لس زره ټپيان د مرګ او ژوند کشمکش کې دي او د مصري سرحد د بنديدو له امله يې ژوند سل په سلو خطر سره مخ دی او دغه مصري حکومت بيا د سعودي عربستان قوي ايتلافي ملګری دی. اسراييلو غزه کې لس روغتونونه بمبار کړي او له همدې امله غزه کې اوس هيڅ طبي اسانتياوې او ډاکټران نشته او مصر هم خپل يوازنی سرحد د غزې د خلکو پر مخ تړلی دی. اصل خبره دا، چې د سعودي پاچا څلور اوونۍ چپه خوله او پټې سترګې وو او د فلسطيني کوچنيانو کريکې يې نه اوريدلې او د يوې مياشتې په ترڅ کې د سعودي هيڅ رسمي موقف رانغی او په اړه خو يوازې او يوازې د سعودي د استخباراتو د پخواني ريس ترکي الفيصل يو ليکنه راغلې وه او ټولې نيوکې يې پر حماس کړې وې او د جګړې پړه يې هم د حماس په مشرتابه اچولې وه.

پر غزه د اسراييلو بريدونو او د عربي نړۍ ګونګه روژه دواړه د عربي هېوادونو د مشرانو پر تنديو يوه توره ټاپه ده او دا لا څه کوې، چې ډېری عربي هېوادونه په رڼا ورځ د اسراييلو ملاتړ کوي، چې دا نو بيا د عربي هېوادونو له خاموشي هم خطرناکه او بې شرمه خبره ده. او کوم خلک، چې اسراييلو ته په غوسه دي؛ دا د دې لپاره نه، چې غزه کې يې ټولوژنې کړي او ولسي وګړي يې وژلي دي؛ بلکې دا د دې لپاره، چې اسراييلو خپله دنده پر وخت سرته ونه رسوله او دا کار ترې اوږد شو. د جمعې په ورځ سهار وختي يوې هندۍ ژورناليستې رانه پوښتنه وکړه، چې عربي حکومتونه او عربي نړۍ ولې د اسراييلو په تېريو او ظلمونو پټه خوله ده. بايد دا ومنم چې ځان مې ترې خلاص کړ او سم ځواب مې ورنشو کړای. پر غزه د اسراييلو بريدونه ښکاره ظلم دی او د بشريت پر ضد يو ستر جنايت دی او ټول خلک او ټول مذاهب داسې جګړو څخه کرکه کوي. اوس که دغه جګړه د اسراييلو پر ځای بل چا کولای نو دا ګرده نړۍ به همداسې پټه خوله پاتې وه؟ نو دا عربي هېوادونه او نوره نړۍ بيا ولې د اسراييلو د ظلمونو په اړه ګونګيان دي؟

د لاتيني امريکا هېوادونه، چې زرګونه کيلومتره له غزې لرې پراته دي او په مسيحي دين ايمان لري؛ له خپلو هېوادونو يې د اسراييلو سفيران وشړل او د غزې د ماشومانو او ټپيانو لپاره هرکلی کوي او د هغوی مېلمستيا پر ځانونه واجب بولي. دا په داسې حال کې، چې عربی هېوادونو داسې اعلان نه دی کړی، چې د غزې خلکو سره دوی مرستې کوي او يا له هوايي لارې د غزې د ټپيانو مرسته وکړي او دغه ټپيان خپلو هېوادونو ته وروغواړي؛ مګر برعکس عربي هېوادونه خپل مصري ايتلافي په ملا ټپوي، چې تکړه شه او رفح سرحد د فلسطينيانو پر وړاندې خلاص نه کړې او د دې تر څنګ د جګړې ټول مسؤوليت د مقاومت پر مشرتابه اچوي او اسراييلي لېوان له هر ډول ملامتيا څخه خوندي دي.

د شهيدانو خويندو او ميندو سره په دې کې اختلاف لرو، چې دوی خپل دردونه او غمونه ګالي او د عربي هېوادونو له چارواکو ګيله منې دي، چې دوی يې په تش ډاګ پريښي او هيڅ مرستې ورسره نه کوي. موږ دغو خويندو ميندو سره اختلاف کو او ورته وايو، چې د عربي هېوادونو دغه چارواکي هېڅ غيرت او ناموس، قرباني او فداکاري نه پيژني او له دوی څخه دا ګيلې هېڅ معنا نه لري. غزې لپاره الله تعالی داسې مقاومت پيدا کړی، چې تل تر تله به یې دفاع کوي او داسې ميندې الله تعالی ورکړي، چې تل به دغه شان سرتيري قهرمانان زېږوي او دغه ډله خلک به له خپل خالق او مالک پرته هېچا ته سرونه ټيټ نکړي.

زموږ د خلکو ټپونه ټولو ته څرګند دي. دېته اړتيا نشته، چې اوس موږ خلکو دا وښيو، چې دا زموږ ټپونه دي، خو چا کې چې ايمان او غيرت نه وي، هغوی څخه دا ګيلې ګټه نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x