روغتیا

غور کې په شري ناروغۍ سلګونه کسان اخته او یو شمېر مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د شمال لویدیځ په غور ولایت کې د شري ناروغي په پراخه کچه خپره شوې چې په تېره نږدې کې لسګونه کسان پرې اخته شوي او یو شمېر نور مړه شوي دي.

د غور ولایت د عامې روغتیا مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شري ناروغي چټکۍ سره په خپرېدو ده او د روان کال له پېله تر دې دمه له ۶ سوه زیات کسان پرې اخته شوي دي.

د غور لپاره د روغتیا سرپرست رئیس عبد الستار موفق رسنیو ته ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې یادې د ناروغۍ له کبله ۲۴ تنو خپل ژوند بایللی او ناروغي د چټک خپریدو په حال کې ده.

د ښاغلي موفق په وینا، د غور ولایت په مرغاب، الله یار او دولینه ولسوالیو کې ددغې ناروغۍ پېښې ثبت شوي چې اوس د یاد ولایت په شهرک او تیورې ولسوالیو ته هم غځېدلې ده.

عبد الستار موفق وایي چې دوی یادو ولسوالیو ته روغتیایي ډلې لیږدلې دي، خو د غور مرکزي او د ولسوالیو روغتونونه د شري ناروغۍ د تشخیص وړتیا نه لري چې ښایي ددغه ناروغۍ پېښې زیاتې وي خو دوی یې دقیقې شمېرې نه لري.

شري یوه ساري ناروغي ده چې د هوا له لارې بل انسان ته انتقالیږي، په دې مکروب ککړ کسان ویروسونه د ټوخي او پرنجي له لارې انتقالولی شي چې په اوسط ډول یو انسان له ځانه سره ۱۵ نور کسان په ناروغۍ اخته کولی شي.

د شري ناروغي چې په بدن راښکاره کیږي تر هغې په کافي اندازه خپره شوې وي، او څرګنده نښه یې په بدن دانې راختل دي چې لومړی د غوږونو تر شا راڅرګندیږي چې د لویانو په پرتله ماشومان ډیر اغیزمنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
چه دا د دی مضلوم ملت ته کومه نوی دسیسه نوې چه په جنګ یې خو ونګته وس یې کوم بیلوجیکل رنض نوې خپور کړې، پر دغو طاغوتیانو هیح عتبار نشته.
الله د ناروغانوته صحت ورکړې
آمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x