روغتیا

که ډیر وخت په ناسته تیروئ، دغو ناروغیو ته هم چمتو اوسئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): زیاته ناسته یا د بدني فعالیتونو نه ترسره کول د چاغوالي، شکر او ذهني ناروغیو لامل کیږي، خو ددې سربېره د ډیرې ناستې عادت په ټوله کې د بدن روغتیا لپاره وژونکی ثابتېدلی شي.

روغتیا پوهانو زیاته ناسته روغتیا لپاره د بورې یا سګریټ په څېر ګواښونکې ښودلې ده، په ځانګړې توګه د منځني عمر کسانو لپاره د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي.

که تاسې هم د ورځې په اوږدو کې زیاته ناسته خوښوئ، نو د لاندینیو ناروغیو لپاره هم چمتو والی ونیسئ!

قبضیت

ډیر وخت ناستې سره د کولمو فعالیت کمزوری کیږي، په ځانګړې توګه د عمر په ډیرېدو سره چې د بدني فعالیت کمیږي د قبضیت ستونزه ورسره زیاتېدلی شي.

د بندونو سختوالی

که څه هم د بندونو سختوالی نورې ستونزې هم لري خو ددې یو لامل اوږدمهاله ناسته هم کېدلی شي چې بیا په تلو کې ستونزې موندل کیږي.

تنفسي ستونزې

لکه څرنګه چې د لاس عضلات په نه کارولو کمزورې کیږي، همداسې د ګرځېدو پرمهال د ساه اخیستلو او ویستلو عضلات هم په زیاته ناسته کمزورې کیږي. څومره مو چې بدني فعالیت کم وي د تنفسي ستونزو امکان به مو ورځ تر بلې زیاتیږي.

پریشاني او خپګان

اوږدمهاله ناسته نه یوازې بدني روغتیا اغیزمنوي بلکې رواني ستونزې لکه پریشاني او خپګان هم ورسره رامنځته کیږي. ددې لپاره ساده تمرینونه لکه قدم وهل، سایکل چلول یا سوکه منډه وهل د مزاج په خوشالولو او پر ځان باور زیاتولو کې مرسته کوي.

هر وخت ستړیا او سستي

که تاسې هر وخت د ستړیا او سستیا احساس کوئ دا هم د زیاتې ناستې لامل کېدلی شي. په فزبکي توګه فعال پاتې کېدل د بدن نسجونو ته د اکسیجن او غذایي موادو په رسولو کې مرسته کوي، که تاسې زیات وخت په ناسته تېروئ بدن د مختلفو کارونو لپاره د سونګ موادو اندازه نه ترلاسه کوي.

د میټابولیزم فعالیت سوکه کوي

په فزیکي توګه فعالیت بدن کې د میټابولیزم ماده چټکوي، آن که په ناستې ناستې هم بدن ته فعالیت ورکړئ میټابولیزم ښه کیږي، څومره چې فعال اوسیږئ په هغې اندازه به کالوریزې سوځوئ.

د خوب کیفیت خرابوي

د شپې له خوب وروسته هم د ستړیا احساس کوئ؟ نو ښه دا ده چې د ورځې په اوږدو کې بدني فعالیتونه زیات کړئ، کله چې تاسې یو ډول تمرین د ورځې معمول جوړ کړئ، د شپې به خوب ژر درځي او هم به مو خوب ژور او ارام وي.

څيزونه هیرېدل

منظم تمرین کول په بدن کې هغه کیمیاوي مواد زیاتوي چې په دماغ کې د وینې رګونو تولید زیاتوي. دماغ ته چې څومره په ښه توګه وینه رسیږي په هغې اندازه به د فکر کولو، یادولو او تصمیم نېولو توان ولرئ.

د وینې فشار زیاتوي

په ډیر وخت ناسته د زړه ناروغي خطر هم زیاتیږي، چې ددې جزوي لامل د لوړ فشار زیاتوالی کېدلی شي. لوړ فشار د زړه بېلا بېلو ناروغیو، د زړه حمله او فالج خطرونو زیاتوالو لوی عامل دی.

لوړ شکر

کله چې بدن ډیر فعاله نه وي د بدن لپاره د وینې ګلوکوز په کنترولولو ستونزې موندل کیږي. ددې برعکس د فزیکي فعالیت نورمال کول د بدن لپاره د وینې د ګلوکوز کنترول اسانوي، او د وینې شکر کچې ثبات د شکر دوهم نوعې خطر کموي.

د ملا دردونه

کله چې په زیاته ناسته د بدن مهم عضلات کمزورې شي، دوی په سمه توګه د ملا سره مرسته نه کوي او پایله یې د ملا دردونو په بڼه وځي. ددې د مخنیوي اسانه لاره داده چې د ملا عضلاتو ته حرکت ورکړئ.

هر وخت زکام

څیړنیزو راپورونو ثابته کړې چې په منځني توګه بدني فعالیتونو سره په زکام او نورو مکروبونو اخته کېدلو امکان کمیږي، کله چې تاسې تمرین عادت جوړ کړئ د بدن معافیت سیستم مو پیاوړی کیږي، چې په پایله کې د زکام په څېر ناروغیو سره کم مخ کیږئ.

د پښتورګو «ګردو» ناروغي

د انګلستان د لیسټر پوهنتون څخه په ۲۰۱۲م کال کې یوې څیړنې وموندله چې هر وخت په ناسته تېرول د پښتورګو د جدي ناروغۍ لامل کیږي. د څیړونکو په وینا، د ژوند طرز العمل او پښتورګو ترمنځ اړیکه شتون لري، خو دا لومړی وار دی چې ویل کیږي د ژوند سوکه طرز العمل په پښتورګو ناسم اغیز کوي.

د پښتورګو په سختو ناروغیو کې دغه ارګان نشي کولی په سمه توګه وینه فلټر یا پاکه کړي، چې په پایله کې په بدن کې فاضله مواد راټولیږي او د پښتورګو په تدریجي توګه ناکاره کېدو لامل کیږي چې آن ژوند هم له خطر سره مخ کوي. څیړونکي وایي که د ناستې وخت له ۸ ساعتونو راکم شي ددې ګواښ کچه راټيټېدی شي خو ددې لپاره ورزش هم غوره ثابتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x