نړۍ

فرانسې څخه برتانیې ته د کډوالو تلونکې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۳۱ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د فرانسې هېواد څخه برتانیې ته د کډوالو تلونکې کښتۍ د برتانیې په سمندري کانال کې ډوبه شوې چې له کبله یې ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې فرانسوي چارواکو ویلي، په دغه کښتۍ کې ۳۳ تنه سپاره وو، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه مړه شوي او یوازې ۲ تنه ژغورل شوي دي.

د راپورونو له مخې فرانسوي او برتانوي چارواکو د کډوالو په لټه کې د هوایي او سمندري لارو په واسطه د چهارشنبې په ماښام د ژغورنې عملیات ترسره کړي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وایي، له ۲۰۱۴م کال راهیسې چې دوی د کډوالو د مړینو شمېرې راټولول پېل کړي، تر دې دمه دا په سمندري حدودو کې تر ټولو ستر ناورین او لوی ځاني زیان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Bilal

دا ده دي وجي نه چې په اوروپا کې د مهاجرينو سره شه وضعیت نه کيژي خلګ مجبوره کيژي چې نورو ملکونو ته وړاړ سئ…

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x