افغانستان

کابل کې ۵۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کار په بدل کې د غنمو د ویش له لارې یوازې په کابل ښار او ولسوالیو کې ۵۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال فضل الباري فضلي تیره ورځ په کابل ښار کې د کار به بدل کې د غنمو د ورکړې یوې پروژې د پرانیستې پرمهال وویل، چې هر کار کوونکي ته د ۵ ساعتونو کار په بدل کې د ورځې ۱۰ کیلو ګرامه غنم ورکول کیږي.

نوموړی زیاتوي، د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروسې له لارې یې یوازې په کابل ولایت کې ۵۰ زره کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د کار په بدل کې د غنمو ترلاسه کولو پروسې څخه کاریګر خوښ دي او د اسلامي امارت له چارواکو څخه مننه کوي چې دوی ته یې د کار کولو چانس په لا س ورکړی دی.

باید وویل شي چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په دې وروستیو کې په پلازمینه کابل او ولایاتو کې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروسې له لا رې لسګونو زره کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او د ښاروالیو په کچه یې عامه خدمات هم روان ساتلي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د خوراک د نړیوال پروګرام WFP یوه برخه ده نه د حکومت پروګرام. حکومت تر اوسه پوری پدی سلو کاری ورځو د اقتصاد په مورد کی هیڅه کړی ندی. حکومت د خپلو طالبانو د خوراک تظمین نلری هغه څو ورځی مخکی طالبانو په بغلان کی له ملکی خلکو سره جګړه وکړه د عشر ټولو په سر. طالبان اوس هم له خلکو څخه تغذیه کوی.

عبدالله مجید وردک

د علماوو د دنیا سره تعلق نه وو او فکر نکوم چی لاس به تناکی کی ، علم د عقایدو او فقهی سره له جهاده یی شه زده دی الحمدلالله په عمل کی مو ولید ، دا چی کله به مکتبی ملا ، او ملا مکتبی کیگی او دواره لکه ورونه پر یو بل اعتماد کوی ، او کار اهل د کار ته سپارل کیگی ، دهقان خوارکی به ضرور د دوی دوارو عزت کوی او خیتی به ورمروی ، دعا به کوو چی نفاق ورک شی او نافع تمام شو د خدای مخلوق ته ، په دی سو ورزو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x