افغانستان

Cpharm شرکت وايي په افغانستان کې د چرسو د پروسس په اړه يې هيڅ ډول هوکړه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (پنجشبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د سي فارم Cpharm شرکت وايي چې له افغان حکومت سره یې د چرسو د پروسس د یوې کارخانې جوړولو په اړه هيڅ ډول هوکړه نه ده کړې.

دغه شرکت پر خپلې ويبپاڼې هم یو وضاحتي اعلامیه ورکړې ده. په دغه اعلامیه کې یاد شرکت په افغانستان د چرسو د پروسس او بیا ترې په کریمونو او دواګانو کې د استفادې خبر په کلکو ټکو رد کړی دی.

یاد شرکت ویلي دي چې «موږ نه تولیدات نه لرو نه څه شی عرضه کوو. موږ محض طبي مشورتي خدمات د درملو شرکتونو ته په استرالیا کې وړاندې کوو. موږ له چرسو او له طالبانو سره هيڅ ډول اړیکه نه لرو.»

رويټرز خبري اژانس وايي چې سي فارم یوه کوچنی استرالیاوي طبي مشورتي شرکت دی او ټولټال کارمندان یې ۱۷ کسانو ته رسیږي.

راپور زیاتوي چې دغه شرکت مسوولینو ورته ویلي دي چې دوی له استرالیا بهر هيڅ ډول فعالیت نه لري او نه هم د چرسو کار کوي.

دوی ویلي دي چې دوی اوس دوی پر دې کار کوي چې څه ډول د دغه راپورونو د خپرېدو مخه ونیسي.

د سي فارم شرکت دغه مسوول وايي چې تېره ورځ ورته له ۴۰ تر ۵۰ زنګونه وهل شوي دي او نور يې هر څه له کنترول وتلي دي. هغه وايي چې «دا ټول دروغ دي، رسنۍ د خپلو نشریاتو په اړه احتیاط نه کوي.»

نوموړی وايي چې ممکن طالبانو ټویټر اکونټ په دغه نوم یو بل سازمان یادونه کړې وي.

هغه زیاتوي چې د دوی شرکت «Cpharm استرالیا» د طبي توکو په اړه طبي مشورې ورکوي او خپله هيڅ ډول تولیدات نه لري، همدا راز دوی نشي کولای چې ۴۵۰ میلیونه ډالر راټول [پانګونه] وکړي.

نوموړی وايي کومو شرکتونو سره چې دوی کار کوي هغوی به دغه مطالب لولي او خاندي به.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ  د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د Cpharm په نوم یو شرکت غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس شرکت جوړ کړي چې له چرسو به ځینې دواګانې او یو ډول کریم جوړوي.

سعید خوستي ویلي وو چې یاد شرکت به په افغانستان کې ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي او له دغه شرکت سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x