دیني، سیرت او تاریخ

امر باالمعروف او له منکرات سره مبارزه

رحمت الله فیضان

د اسلام مقدس دین د نورو فردي او ټولنیزو پروګرامونو ترڅنګ له خپلو پیروانو غواړي چې د هغه څه په اړه چې له نورو څخه صادریږي بې تفاوته پاته نشي بلکې خپل همنوعان نیکو لارو (معروف) ته را وبولي او له بدو لارو (منکر)څخه یې منعه کړي.
ځکه خو امر باالمعروف او نهی عن المنکر د یو اسلامي حکومت له اساسي اصولو څخه شمېرل شوی، هر هغه حکومت چې د اسلاميت داعیه ولري امرباالمعروف او نهی عن المنکر پکې نه وي نو د کامل اسلامي حکومت اطلاق نشي پرې کیدای، په اسلامي ټولنه کې د ټولنې په ټولو افرادو فرض دي چې د حق اواز اوچت او د باطل او نا روا پر ضد ګامونه پورته کړي او د هغوی په له منځه وړولو کې له ژبې، لاس او زړه څخه کار واخلي.

معروف څه دي او منکر څه دي؟
معروف له عرف څخه اخیستل شوی د (پیژندلو) په معنی دی، هر هغه کار چې عقل او شریعت یې نیک وګڼي او شارع د هغه په اجراء سره امر کړی وي یا یې ورته تشویقوي معروف بلل کیږي.

منکر له (نکر) څخه اخیستل شوی د ناپیژندل شوي په معني دی، له هر کار څخه چې شارع نهې کړې وي او خلک یې د هغوی په کولو سره سر زنش کړي وي هغه منکر بلل کیږي.

هر څوک چې شرعي قانون نه ماتوي معنی یې دا ده چې شرعي قیودات او مقررات یې منلي دي، د شرعي قیوداتو منل او په شرعي طریقه ژوند کول انسانانو ته ستونزمنه چاره ده ځکه دا د هغوی له طبیعت سره په ټکر کې دی، د قیوداتو منل هغه وخت شونې دي چې انسان په دې اړه روزنه لیدلې وي، هغه څوک چې له شریعت څخه په اطاعت روزل شوي وي د معروف ضد طبیعت يعنې د خپل بې قید او شرط آزادیو څخه خوندي کیږي او هغه څوک چې دا ډول نه دي روزل شوی له ورانکارو او د ټولنیز ژوندانه ضد داسي کسانو سره ژوند کوي چي سالمه روزنه یې نه وي لیدلې او شرعي مقرراتو ته د درناوي په نوم څه نه پیژني.
غریزه حکم کوي چي انسان له قید او بند پرته آزاد ژوند وکړي ، دغریزي کنټرول یوازي د روزني له لاري شوني ده او دا روزنه په اخلاقیاتو سره پای مومي ، اخلاقیاتو او روزني ته پاملرنه دومره مهمه ده چي حضرت محمد صلي الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي (این بعثت لاتمم به مکارم الاخلاق) .
په قرانکریم کې د معروف اهمیت:
وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
آل عمران ۱۰۴
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ ۚ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ
آل عمران۱۱۰
خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ
اعراف۱۱۹
التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
توبه ۱۱۲
وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
مائده2
د امرباالمعروف قسمونه:
۱-مستقیم امرباالمعروف
۲-غیرمستقیم امرباالمعروف
مستقیم امرباالمعروف :
۱-امرباالمعروف او نهی عن المنکر مستقیما د خلکو له دین او دنیا او د افرادو له آبرو او عزت سره ارتباط لري ځکه خو له یو لړ حساسیتونو څخه هم برخمن دي، لکه څنګه چې په ټولنه کې د دې الهي واجب پريښودل هلاکت را منځته کوي او له خطرونو څخه ډک دي اجراء یې هم پرته له شرایطو او د افرادو د ظرفیتونو په نه نیولو سره ناوړې پایلې درلودای سي.

په قرانکریم او نبوي احادیثو کې داسې نکات شته چې د صحیح امر باالمعروف په تګلاره کې مرسته کوي او باید ترې کار واخیستل شي.

۲-غیر مستقیم امر باالمعروف دا دی چې دعوتګر خپله صالح او با تقوی او با عمل شخص وي، کله چې دعوتګر له خپل ځان څخه د معروف تندیس جوړ کړي، پر خلکو به اثر واچوي او پیروي به ترې وکړي.

د غیر مستقیم امر باالمعروف په برخه کې باید له فرهنګي ابزارو استفاده وشي لکه رادیو، تلویزیون، چاپي پاڼې همداراز د هر عمر لرونکو افرادو لپاره دعوتي غږیز او تصویري توکي تهیه او د خلکو تر منځ وویشل شي.

د منکراتو د تغیر مراتب:
په دې برخه کې د ابو سعید خدري رضي الله عنه صحیح حدیث دی چي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایې: (من رأى منكم منكراً فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه فإن لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان)

دا حدیث په څرګند ډول بیانوي چې د منکراتو مخنیوی له مختلفو لارو کیدلی سي، په لاس، ژبې او زړه سره، همدا راز دا حدیث شریف په څرګند ډول بیانوي چې د منکراتو په وړاندې مبارزه د ټولو مسلمانانو مشترک مسؤلیت دی.

له منکراتو سره د مقابلې شرایط:
۱-لومړی شرط دا دی چږ د منکر د حراموالي په برخه کې به د علماوو اجماع او د نظر اتفاق موجود وي، دا ځکه چې منکر هغه عمل ته ویل کیږي چې قطعا حرام وي او اسلامي شریعت خلک له هغه څخه منعه کړي وي او تر سره کوونکی یې د عذاب مستحق بللی وي، دا مهمه نه ده چې دا د منکراتو اجراء وي که د واجباتو ترک، په دې برخه کې علماء کرام د مکروه کارونو تر سره کول او د مستحباتو او مسنوناتو ترک د منکراتو له ډلې څخه نه شمېري.

هغه منکرات چږ له هغوی سره باید مقابله وشي هغه باید د شرع له نظره په یقني ډول حرام وي او په دې برخه کې محکم شرعي نصوص موجود وي، د منکراتو په برخه کې د مجتهد پر رایه استناد اهمیت نه لري ځکه چې مجتهدین ممکن حق ته ورسیږي ممکن په خطا لاړ شي همدا راز اجتهادي مسایل د مکان، زمان او عرف په شرایطو سره تغیر مومي.

۲-د منکر څرګندوالی:
په دې مانا چې منکر علني او څرګند تر سره شي خو که د منکر ترسره کوونکی عمل په پټه او د تړلو درواز تر شا وي په دې صورت کې هیڅوک حق نه لري چې د غوږ نیولو یا د پټو دوربینو په مرسته او د تجسس له لارې د خلکو حریم ته وارد شي، ځکه په حدیث کې څرګند توري رویت یا لیدل راغلي (من رائ منکم ) يعنې (هر یو د تاسو چې ولید)، د منکراتو د تغیر هڅه په لیدلو مشروط شوې ده نه په اوریدلو.

همدا راز هیڅوک حق نه لري چې یو څوک د شخص پټو ګناهونو ته لکه ریا، نفاق، ځان غوښتنه، حسد، بخل او غرور ته ور داخل شي که څه هم دین دا تر ټولو سترګناهونه او منکرات بللي دي، په دې شرط چې دا پټ ګناهونه ددۀ په عمل او کړو وړو کې ظاهر نشي، دا ځکه چې زموږ مسؤلیت د ظاهر په اړه دی نه د باطن په اړه.

امام غزالي رحمه الله د احیاء العلوم د امرباالمعروف په برخه کې یوه قیصه را اخیستې فرمایي:
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د یو شخص کورته له دیواله ور وکتل په انګړ کې یې د کور مالک په نا مناسب حال کې ولید او پر هغه شخص یې انتقاد وکړ.

د کور مالک ورته وویل: ای امیرالمومنینه! که ما له یوې لارې د خدای نا فرماني وکړه خو تا له دریو لارو د خدای نافرماني وکړه.

عمر رضي الله عنه ورته وویل: څه ډول؟

د کور مالک ورته وویل: الله جل جلاله فرمایي (ولا تجسسوا) جاسوسي مه کوئ ، خو تا تجسس وکړ.
بل ځای فرمایي (واتوالبیوت من ابوابها) د دروازې له لارې کورو ته داخل شئ، خو ته د دیوال له لارې زما کورته داخل شوې.
بل ځای فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا) اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو پرته نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ.

اما تاسو نه سلام واچاو او نه مو اجازه وغوښته، حضرت عمر هماغه شخص پر خپل حال پرېښود او د توبې ایستلو تصمیم یې ونیوه.

له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه پوښتنه وشوه که له یو چا سره منکر شیان ول لکه شراب او د ساز او سرود وسایل خو په یو څه کې غوټه شوي ول او پټ ول حکم یې څه دی؟

امام په ځواب کې ورته وویل: که پټ ول نباید له منځه یو وړل شي.
بیا پوښتنه ترې وشوه که یو چا د ساز او آواز غږ اوریدل خو نه پوهیده چې دا غږ له کومې خوا را ځي د دې حکم څه دی؟
امام ورته وویل: دا ستا وظیفه نه ده چې د غیبو پلټنه وکړې ، تفتیش مه کوه.
که چیرته حکومتونه د منکراتو مرتکب شول خلک باید څه وکړي؟
که چیرته حکومتونه د منکراتو مرتکب شول په دې برخه کې معاصر علماء کرام درې لاري وړاندې کوي:
۱-هغه حکومت چې عملاً خپله منکرات تر سره کوي یا منکراتو ته لار هواره وي په مقابل کې دې مسلح قیام وشي.
۲-که خلک د مسلح قیام توان نه لري د شورا (پارلمان ) له لارې دی پر حکومت فشار را وړي.
۳-که د شورای فشار هم موثر واقع نه شو نو تظاهراتو ته دې مخه کړي.

-ظرفیتونه په نظر کې نیول:
ځینې مسلمانان له کمې اسلامي پوهې څخه برخمن وي او ځینې بیا له زیات اسلامي دانش څخه برخورداره وي، له هرچا څخه باید د هغه د ایمان او پوهې په حدودو کې انتظار وشي او هغه څه پرې حمل او بار نه شي چې د وړلو توان یې نه لري.

– د منکراتو ریشه یابي:
هره کناه او خطا چې له یو چا څخه صادریږي هغه یوه ریښه او عامل لري ځينې عوامل فردي دي ځینې په کورنۍ پورې تړلي وي او ځینو نوربیا په ټولنه کې ریښې لري، ناپوهي، بې مهري، بیکاري، غربت او ناروغي هغه عوامل دي چې په متمدنه یا نیمه متمدنه ټولنه کې د منکراتو په زیاتوالي کې اغیز لري، په داسې مواردو کې به ښه دا وي چې د منکر پر ځای د منکر په عواملو تمرکز وشي.

د اسلام ستر پیغمبر صلي الله علیه وسلم په مسجد کې له صحابه کرامو سره ناست و چې یو کوچی مسجد ته را داخل شو او پر بولو کولو یې پيل وکړ، اصحابو پرې چیغې کړي رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل کار مه پرې لرئ، پریږده چې خپل حاجت تر سره کړي، کله چې کوچی له بولو کولو فارغ شو ځانته یې را وغوښت هغه ته یې وویل: مساجد د متیازو او کثافاتو ځای نه دی بلکې د لمانځه او د خدای د ذکر ځای دی.

د کوچي دا عمل ددۀ له ناپوهۍ سر چینه اخیسته خو کله چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته لار ښوونه وکړه خپلې نیمګړتیا ته د تل لپاره متوجه شو‌.

زده کړه، سالم کاري فرصتونه، پر وخت ازدواج او د ازدواج په برخه کې تسهیلات که له یوې خوا د معروف برخې دي له بلې خوا د منکراتو په کنترول کې مهم اغیز لري.

-له فرصته استفاده:
ممکن بعضې کسان په اسانۍ حق ته غاړه کېنږدي او خپل کړه وړه اصلاح نه کړي نو له دا ډول کسانو سره د خشونت پر ځای نرم خویي او ملایمت بهترین فرصت دی چې باید له لاسه ور نه کړل شي.

-نرم خویي:
امرباالمعروف او نهی عن المنکر ډیره حساسه موضوع ده د تطبیق په لاره کې یې باید له نرمۍ، عطوفت او نیکو اخلاقو څخه کار واخیستل شي.

الله جل جلاله حضرت موسی او حضرت هارون علیه السلام ته امر وکړ چې(فرعون ته ورشئ چې د خدایي دعوه یې کړې له هغه سره نرم چلند وکړئ ښایي وویریږي یا پند واخلي).

ناممکن دی چې د زور له لارې دې یو شخص له منکراتو واوړي او معروف ته دې غاړه کیږدي، د منکراتو په مخنیوي کې چې څومره له تشدده کار اخیستل کیږي په هماغه اندازه خلک له معروف څخه لرې کیږي.

د خلکو د حقوقو رعایت:
که څه هم امر باالمعروف ډیر مهم دی، خو د مسلمانانو حقوق هم نباید نادیده ونیول شي د مسلمان شخصیت او ابرو ته نباید ضرر ورسول شي همدا راز په پټو منکراتو پسې تجسس ونه کړای شي له اجازې پرته د خلکو کورونو ته د منکراتو د مخنیوي په پلمه ورداخل نشي، د خلکو خوشحاليانې او ودونه په غم و نه لړل شي، په عامو واټونو کې د ځوانانو سرونه ونه خرېل شي، په عامو ځایونو کې د خلکو ناموسونه په کیبلو ونه وهل شي او بې احترامي ورته ونه شي.

حضرت عمربن الخطاب رضي الله عنه په یوه غونډه کې خلکو ته ویل: ای خلکو په خدای قسم ما عاملان د دې لپاره نه دي درباندې مسلط کړي چې تاسې ووهي او مالونه درڅخه واخلي بلکې د دې لپاره مې در لیږلي ترڅو قران او سنت در زده کړي، هر څوک چې له دې پورته وکړي ماته یې را ولئ په خدای قسم چې قصاص به ترې واخلم.

په دې وخت کې عمرو بن عاص رضی الله عنه پورته شو وېې ویل:
ای امیرالمومینينه! که کوم عامل خپل رعیت تادیب کړ بیا هم قصاص ترې اخلې؟

(عمر رضی الله عنه ورته وویل: هو په خدای قسم قصاص ترې اخلم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مې ولید چې له خپل ځان څخه قصاص اخیست، مسلمانان مه وهئ چې ذلیله شي، په جلا وطنۍ کې یې مه پریږدئ چې په فتنه اخته شي، له خپلو حقوقو یې مه محرومه وئ چې کفر ته مخه کړي.)

که چیرته په ډله يیز شکل د منکراتو پټن ځایونه هغه پټنځایونه چې په سستماتیک ډول منکرات تر سره کوي یايې په جامعه کې خپروي او یا ځوانان انحراف ته جذبوي کشف شي نو له دا ډول کسانو سره باید د محکمې له لوري د قانون په چوکاټ کې جدي برخورد وشي.

-د باور جلبول:
امرباالمعروف به هغه وخت کې موفقانه تر سره کیدای شي چې د جانب مقابل اعتماد تر لاسه شي لکه څنګه چي وایي: د خلکو زړونه وحشي دي، هر څوک چې د الفت له لارې رابطه ورسره ونیسي د هغوی طرفه ته میلان پیدا کوي.

د شخص رواني او روحي وضعیت په نظر کې نیول:
د منکراتو ځینې ډولونه له رواني او روحي ناروغیو سر چینه اخلي مثلاً که وپوښتل شي چې ولې بعضې میرمنې بې حجابۍ ته ترجیح ور کوي یا ولې ځینې ځوانان او پیغلې د مخالفو جنسونو په شکل ځانونه جوړوي او ځینې نور بیا خپل جنسیت ته تغیر ورکوي؟

دا ډول کړنو ته جنسي انحراف هم ویل کیږي چې ریښه یې په رواني ناروغیو کې ده، اروا پوهان عقیده لري چې دا ډول کسان باید تر درملنې لاندې ونيول شي دوی وایې:

بې حجابي(بربنډوالی)او جنسیتي بدلون یا د مخالف جنس د جامو اغوستل ډیر شدید انحرافي(منکر) عمل دی، ځکه په دې انحراف روږدي کسان تل د مخالف په څیر ځان جوړوي، د دوی کړني د یو ډول اروایي عارضي او یو ډول جنسي انحراف له ډلې څخه دي چې له ټولنې او چاپیریال سره یې د سالم او طبعي نه انطباق سبب کیږي.

دوی په دې باور دي چې د مخالف جنس له جنس څخه دی او دا تصور حتی د دوی د چټیاتو ویلو سبب هم کیږي په دې توګه په دې انحراف روږدي نارینه یا ښځینه د مخالفو جنسونو د ځان په جوړولو سره د هوسایۍ او خوند اخیستلو احساس کوي، نو د امرباالمعروف د صحیح اجراء پر مهال باید د شخص رواني حالت وڅېړل شي، که شخص پورتنۍ رواني نښې نښانې درلودلې نو د امرباالمعروف اجراء به مثمرې پایلې ونه لري او نصیحت به پرې اثر ونه کړي، حل لاره یې دا ده چي تر رواني درملنې لاندې ونیول شي.

-له منکرات سره عقلاني مبارزه:
له منکراتو سره منطقي او علمي مبارزه یو څه پيچلې ده چې مکان، زمان او مصارفو ته اړتیا لري، د مثال په ډول زه غواړم پوه شم چې د چرسو له استعمالوونکو سره باید څه ډول مبارزه وشي، ایا غواړو چې چرسي شخص د چرسو له استعماله عادي حالت ته را وګرځي او که غواړو چې چرسي دږ په پټه چرس وڅکوي موږ کار ورسره نه لرو.

که موږ وغواړو چې چرسي دې خپل چرس په عام محضر کې نه څکوي په پټه چې هر څه کوي موږ ورسره کار نه لرو، دا ډول تفکر په خپل ذات کې منکر ته غیر مستقیم وده ورکول دي او که وغواړو چي چرسي دې د چرسو له استعمال څخه لاس واخلي دا نو بیا د اعتیاد پریښودل دي.

اعتیاد په خپل ذات کې یو ډول ناروغي ده چې د درملنې مکان ته ضرورت لري چې هغه عبارت دي، د ترک اعتیاد له روغتون څخه، زمان ته اړتیا لري چې د همدې زمان په اوږدو کې په روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شي، پیسو ته ضرورت لري چې درمل پرې واخیستل شي.

د خلکو عقاید محترم شمیرل:
هغه کسان چې د ټولنې د نورو افرادو پر خلاف ځانګړېي سر وضعه لري دا اشخاص دا ډول وضعیت د یو ارزښت په توګه تلقي کوي او د شخصیت نښانه یې ګڼي که څه هم دا به د معروف له نظره باطل وي خو دا ډول کسانو ته توهین د هغوی عقیدې او باور ته توهین دی نو باید مسؤل کسان ګناه ته ګوته ونیسي نه افرادو او اشخاصو ته.

له منکراتو سره د اجبار پایله:
په ۱۹۱۹میلادي کال کې امریکا د شرابو استعمال ممنوع کړ، په دې لاره کې یې د اطلاع رسونې ټول وسایل لکه مجلې، ورځپاڼې، انځورونه او سینماګانې په کار واچولې،۶۰ ملیون ډالر یې په دې لار کې ولګول،۳۰۰تنه یې اعدام کړل، ۵۳۲۳۳۵ تنه یې زندانو ته واچول ۱۸ ملیون ډالره یې د شرابو له مصرف کوونکو څخه جریمه واخیسته، هرڅومره چې به حکومت د شرابو د ممنوعیت په برخه کې پر خلکو فشار اچاوه په هماغه اندازه به خلکو د شرابو استعمال ته مخه کوله چې بالاخره د امریکا حکومت مجبور شو په ۱۹۳۳ میلادي کال کې دا ممنوعیت له منځه یوسي.

د دې علت دا و چې د امریکا له حکومت سره د مادي ځواک ترڅنګ معنوي ځواک موجود نه و، علماء کرام فرمایي: د منکراتو په مخینوي کې د مادي ځواک تر څنګ معنوي ځواک هم ضروري دی، که له دغو دواړو شرطونو یعنې مادي ځواک او معنوي ځواک څخه یو هم نه وي،نو له منکراتو سره مبارزه به کومه مثمره پایله ونه لري.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

ماشاء الله ډیر اعلی واقعا چی دې اهمی موضوع ته مو په ډیر ښه شکل وضاحت ورکړی، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت باید حتما د خپل کاری دستور العمل په جوړولو کې ستا لدې لیکنی استفاده وکړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x