ورزش

د میسي، نیمار او امباپی په شتون هم پاریس لوبډله د سیټي پر وړاندې له ماتې سره مخ شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ په ګروپي سیالیو کې د پاریس سان جرمان لوبډله د مانچسټر سیټي سره د دوهم ځل لپاره مخامخ شوه چې په ۲-۱ یې ماتې ومنله.

پاریس سان جرمان لوبډله د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي لري، چې میسي، نیمار او امباپی یې په لومړۍ کرښه کې دي خو لا هم د ماتې سره مخ شول.

میسي او نیمار په یاده لوبه کې د پام وړ کارکردګي ترسره نه کړه خو امباپی د پاریس کلب لپاره یوازینی ګول راوړ.

دغه لوبه د مانچسټر سیټي په کوربه توب ترسره شوه چې په ۵۰مه دقیقه کې د پاریسي کلب چټک لوبغاړي د میسي په مرسته ګول راوړ، خو وروسته د پيپ ګواردیولا لوبغاړو په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه او د یو په بدل کې یې دوه ګولونه راوړل.

ددوی له لوري په ۶۳مه دقیقه کې انګلستاني لوبغاړي رحیم سترلینګ او په ۷۶مه دقیقه کې برازیلي ګابریل جیزوس ګولونه راوړل.

له دې وړاندې دواړه لوبډلې د سپتمبر په ۲۹مه په ګروپي سیالیو کې مخامخ شوې وې چې پاریس لوبډلې په ۲-صفر بریا خپله کړې وه.

په دې سره مانچسټر سیټي لوبډلې په ۱۲ نمرو سره د ګروپ لومړی مقام خپل کړ او د یوې لوبې په درلودلو یې دوهم (سوپر ۱۶) پړاو ته لار وموندله.

پاریس لوبډله چې په یاد ګروپ کې ۸ نمرې لري او په دوهم مقام ده، هم د اروپا اتلانو لیګ دوهم پړاو ته لار موندلې ده.

د نړۍ مشهور ستوری لیونل میسي چې په تېره جولای میاشت کې د برسلونا کلب سره د مالي ستونزو له کبله د پاریس کلب سره تړون وکړ، لا هم په پاریس سان جرمان کې نه دی بریالی شوی او یوازې یې ۴ ګولونه وهلي دي.

بل لوري ته د اروپا اتلانو لیګ (چمپینز لیګ) سیالیو کې انګلستاني کلب مانچسټر یونیټډ، هالندي کلب اياکس، انګلستاني کلب لیورپول، هسپانوي کلب ریال مدرید، الماني کلب بایرن مونشن، انګلستاني کلب چیلسي، ایټالوي کلب انټر میلان، ایټالوي کلب یوونتوس او پرتګالي کلب سپورتینګ دوهم پړاو ته لار موندلې ده.

باید وویل شي چې د هسپانیا کلب برسلونا د میسي له وتلو وروسته له یو شمېر ستونزو سره مخ شوی دی. وړمه ورځ یې د پرتګالي کلب بینفیکا پر وړاندې غوره لوبه وکړه خو په صفر-صفر مساوي شوه، چې اوس به دوهم پړاو ته د لار موندنې لپاره بایرن مونشن سختې لوبډلې ته ماتې ورکوي.

یاد کلب دوه اونۍ وړاندې د خپل پخواني غوره لوبغاړي الیکزندر چاوي سره د روزونکي په حیث تړون لاسلیک کړ، چې تمه کیږي هغه به دغه لوبډله کې پراخ بدلون راولي.

https://youtu.be/H8VdcUsqnsc

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx