افغانستان

کورنیو چارو وزارت د چرسو د پروسس شرکت په اړه وضاحت ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه وضاحتي پیغام کې چې پر خپل ټويټر يې خپور کړی دی د چرسو د پروسس په اړه له بهرني شرکت سره د ممکنه قرارداد په اړه لنډ معلومات ورکړي دي.

قاري سعید خوستي لیکلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د C-Pharm سره چې جرمنی شرکت دی خبرې شوي دي.

هغه ویلي چې په دې اړه يې له استرالیاوي شرکت سره خبرې نه دي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې د C-Pharm کمپنۍ سره د چرسو د اخیستو نه بلکې د بنګو د بوټي د اخیستو توافق شوی چې چرسو ته تر رسیدو مخکې بوټی کمپنۍ وباسي.

د یادونې وړ ده چې Cpharm استرالیاوي شرکت نن پنجشنبه (لیندۍ ۴مه) پر خپلې ویبپاڼې په افغانستان کې د چرسو د پروسس او بیا ترې په کریمونو او دواګانو کې د استفادې خبر رد کړی و.

یاد شرکت پر خپلې ويبپاڼې لیکلي وو: «موږ نه تولیدات نه لرو نه څه شی عرضه کوو. موږ محض طبي مشورتي خدمات د درملو شرکتونو ته په استرالیا کې وړاندې کوو. موږ له چرسو او له طالبانو سره هيڅ ډول اړیکه نه لرو.»

تېره ورځ  د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د Cpharm په نوم یو شرکت غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس شرکت جوړ کړي چې له چرسو به ځینې دواګانې او یو ډول کریم جوړوي.

سعید خوستي ویلي وو چې یاد شرکت به په افغانستان کې ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي او له دغه شرکت سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یو وار ښه خپل سر خلاص کړی بیا مو خبری میدان ته کړی. طالبان همیشه پیش لدی چی اوبو ووینی خپل بوټان ورته وباسی. همداسی یو کس په یوه تور چی ثابت شوی نوی ونیسی تر هغو یی ووهی بیا ورسته ګوری چی دا سړی یی په ناحقه وهلی.

عبدالله مجید وردک

ولی ضد او نقیص خبرونه د سه د پاره ؟

اسلام زنده باد

دطالبان د میدیا ، دیپلوماسی، اقتصاد، نظامی، تعلیمی او نورو دیرو برخو کی دیر زیات ضعف لری. کوم د سانسور مشترک متخصص بورد یا کمیته نشته چی د خبر تر خبرولو مخکی د نوی خبر تحقیق او د نشر شیوه وتاکی بس هر طالب چی هر چیری کوم مجرم یا قاتل یا داعشی تینګ هم هلته خپله ویدیو ور خخه کوی حتی هم هلته وهی او بی عزته کوی لکه د الله ګل قضیه یا د چرسو د قرارداد خبری. حل دادی چی د تولو مهم خبر لپاره د سانسور او مشوری متخصص بورد موجود وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x