شعـــــرونه

د ځان بايللو ته مې زړۀ شوی دی/ريحان

شفاعت ريحان

ميني کولو ته مې زړۀ شوی دی
د ځان بايللو ته مې زړۀ شوی دی

ته سترګک ووهه چې څنګه کېږي؟
مينېدلو ته مې زړۀ شوی دی

موري لاس راکړه چې درښکل يې کړمه
جنت ګټلو ته مې زړۀ شوی دی

تۀ صبر تورې کړمه تورې سترګې
د يار وژلو ته مې زړۀ شوی دی

د عاشقۍ په لاره ګام اخلمه
زړګي خوړلو ته مې زړۀ شوی دی

بارانه وښيه برېښنا کې انځور
جانان ليدلو ته مې زړۀ شوی دی

تۀ رانژدې شه شفاعته! ياره
غېږ اخيستلو ته مې زړۀ شوی دی

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x