روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا واکسین د ویروس لیږد ۴۰ سلنه کموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه د کووید-۱۹ ناروغۍ د خطرناکې بڼې «ډیلټا» لیږد ۴۰ سلنه کموي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس د چهارشنبې په ورځ په واکسین شوي کسانو غږ وکړ چې د کرونا مخنیوي لپاره دې لا هم د مخنیوي په لارو چارو عمل کوي.

نوموړي وویل چې تېره اونۍ په اروپا کې د کرونا مثبتې پېښې او مړینې کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده، دا په روغتیایي سیستمونو او ددوی په ستړي شوي کارمندانو لا فشار زیاتوي.

هغه وایي موږ د هغو خلکو فکر اندېښمن کړي یو چې له واکسین کولو وروسته ځانونه خوندي بولي او هیڅ ډول د مخنیوي ګامونه نه پورته کوي، «واکسین ژوند ژغوري خو د ویروس د لیږد مخه نه نیسي».

د روغتیا سازمان مشر زیاتوي چې د معلوماتو له مخې د ډیلټا بڼې له رامنځته کېدو وړاندې د کرونا ضد واکسینو د ویروس لیږد ۶۰ سلنه ټیټ کړی و خو ددې په خپریدو سره دغه کچه ۴۰ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د کووید-۱۹ ډیلټا بڼه چې په چټکۍ خپریږي، په ټوله نړۍ کې په نورو بڼو غالبه ده او د پاتې نورو بڼو اغیز یې له منځه وړی دی، د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو ۶۰ ورځو کې راټولې شویو نمونو څخه ۹۹.۸ سلنه د ډيلټا بڼې سره تړاو لري.

ښاغلی تیدروس وایي، «که چیرې یو څوک د کرونا واکسین ترلاسه کړي، نو په دوی کې به د کرونا په شدیدو نښو اخته کېدو او د مړ کېدو احتمال کم وي، خو بیا هم په ویروس اخته او نورو ته انتقالولی شي، موږ په روښانه ډول نشو ویلای چې واکسین مو بشپړ له ویروس څخه ژغوري خو باید هر واکسین شوی او غیر واکسین شوی کس د ویروس مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x