اقتصادنړۍ

پاکستان قرضونه له پنځوس زره میلیارده کلدارو څخه واوښتل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان مرکزي بانک په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې د پاکستان  قرضونه او مکلفیتونه له ۵۰ ټریلین (پنځوس زره میلیارده یا شاوخوا ۲۸۹ میلیارده ډالر) کلدارو څخه اوښتي دي.

د یاد راپور پر اساس پاکستان قرضونه د عمران خان د حکومت ترلاسه کولو وروسته په یواځې ۳۹ میاشتو کې ۲۰.۷ (شل عشاریه اوه) ټریلین زیات شوي دي.

راپور زیاته کړې چې د ۲۰۱۸ز کال جون میاشت کې هر پاکستانی تبعه ۱۴۴،۰۰۰ (یو لک څلور څلویښت زره) کلدارې قرضدار و چې د ۲۰۲۱ز کال د ستمبر تر پایه دغه قرض ۲۳۵،۰۰۰ (دوه لکه پنځه دیرش زره) کلدارې ته لوړ شوی دی چې په تېرو ۳۹ میاشتو کې ۶۳ سلنه لوړوالی ښيي.

همدا راز عامه قرضونه ۴۱.۵ (یو څلویښت عشاریه پنځه) ټریلیونه ته زیات شوي دي چې په دې کې یواځې د عمران خان په حکومت کې ۱۶.۵ (شپاړلس عشاریه پنځه) ټریلین کلدارې قرض اضافه شوی دی.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د پاکستان د تحریک انصاف په ۳۹ میاشتو کې هغومره قرضونه اخیستي دي چې تېرو دوه حکومتونو (پاکستان پيپلزپارټي ۲۰۰۸-۲۰۰۱۳ او پاکستان مسلم لیګ ۲۰۱۳-۲۰۱۸ ) په لسو کلونو موده کې اخیستي وو.

د پاکستان مرکزي بانک وايي چې د ۱۹-۲۰۱۸ مالي کال څخه د ۲۰۲۱ ستمبر پورې عامه قرضونه ۴۱.۵ ټریلین دي چې د پاکستان ټول داخلي ناخالص تولید ۷۷ سلنه کیږي.

همدا راز پاکستان تحریک انصاف حکومت په اوسط ډول هره ورځ د پاکستان قرضونو ته ۱۴ میلیارده کلدارې عامه قرضونو ته زیات کړي دي چې د تېر حکومت په پرتله دوه چنده دي.

د پاکستان د تېر حکومت (۲۰۱۳-۲۰۱۸) پر مهال د پاکستان ټول قرضونه ۲۴.۹۵ (څلوریشت عشاریه پنځه نوي) ټریلین وو چې د دغه هیواد ۷۲.۵ (دوه اویا عشاریه پنځه) سلنه ناخالص داخلي تولید کېده.

پاکستان کې د قرضونو بېرته کم جمع کول او د قرضونو زیاتېدل د دغه هیواد د لګښتونو او عواید تر منځ د لوی واټن مستقیمه پایله ښودل کیږي. دغه هيواد د خپلې بودیجې لوړ مصرف په دفاع لګوي، همدا راز د پاکستان د عوايدو فدرالي بورد د مالیاتو په راټولولو کې تر ډير ناکام بلل کیږي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د پيسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د قرضونو له شرطونو یو دادی چې حکومت باید د اظطراري کومکونو بودیجه ۵۰ میلیارده کلدارې او د عامه سکتور پرمختايي پروګرام بودیجه ۲۰۰ میلیارده کلدارې کمه کړي چې دغه چاره هم د پرمختګ مسیر نور هم ورو کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پاکستان په ۲۰۱۸ز کال کې ۷.۵ میلیارده ډالر د خارجي قرضونو په تادیه کولو او د هغې په خدماتو لګولي دي. خو د ۲۰۲۱ز کال کې دغه لګښت ۱۳.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی چې په درې کلونو کې ۷۹ سلنه لوړوالی ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

او دوى زموږ خپلى 9 مليارده ډالر هم نه راکوى. قرض خو پريږده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x