نړۍ

په قذافي د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې

نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا : دلیبیاحکومت او دوسله والو مخالفینو ترمنځ له څو میاشتني اخ او ډب او مظاهرو ورسته دلېبیا حکومت له څو کلن اقتدار ورسته دسقوط ورستۍ شیبې شمېري .او په ولسمشر معمر قذافي دمحاصرې کړۍ وار په وار تنګېږي .دحکومت مخالفې ډلې نن سهار وختي دلیبیا په پلازمېنه طرابلس په زیاتې برخې دکنترول د ولسمشرۍ په ماڼۍ دمحاصرې خبر ورکړ ،

همداراز مخالفې ډلې رسنیو ته ویلې چې ګواکې دلیبایې مشر معمر قذافي دیو زوي سیف الاسلام یې نیولی او دهغه بل زوي محمد دولسمشري ماڼۍ دځانګړي ګارډ سره وسله په ځمکه ایښې او ورته تسلیم شوي دي . خو دولسمشر قذافي په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي .

مخالفین په طرابلس ښار کې د زرګونو خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شوي او دپلازمینې خلګ دګرین سکوایر په سیمه کې د خوشالۍ جشنونه لمانځي خلک سړکونو ته راوتي او دلیبایې مشر له څوکلن تسلط او جبر څخه دخلاصون مبارکۍ ورکوي .

دنړیوال جنایې عدالت دخبر په اساس چې دلیبیا مشر یې ژوندي نیولی خو یو دیوې بهرنۍ خبرې شبکې د خبر له مخې نوموړي ژوندي دي او دهغه دنیولو خبره یې رد کړې ده .

بل خوا دلیبیا پخوانی لمړی وزیر عبدالسلام جالود له هیواد څخه تښتېدلې او ايټالیا ته یې ځان رسولي .عبدالسلام جالود دقذافي له نژدې ملګرو څخه شمېرل کېده او له ۱۹۶۹ م راهیسې یې دنوموړي په حکومت یې ونډه درلوده .

په خبرونو کې ویل شوې چې په لیبیا کې له پرون راهیسې په روان اخ وډب کې تر ۱۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي .

لیبایې مشر معمر قذافي په خپل بیان کې په خپلو ځواکونو ږ غ کړي چې له ښار څخه دې په کلکه دفاع وکړي او وسله والو باندې یې ږغ کړی چې ددې ښکلو ودانیو له نړولو دې ډډه وکړي .

دامریکا جمهور رئیس ولسمشر اوباما هم په یوه تحریري پیغام کې ویلې چې نور دقذافي حکومت له پښو لویدلی او دخپل ژوند ورستۍ سلګۍ وهي .

ورستي خبرونه وایې چې اوس هم مخالفین له حکومت سره دښار په کوڅو او لارو کې لاس په لاس په جګړه بوخت دي ،او مخالفین د لیبیایې مشر هستوکنځي ته نژدې د باب العزیزیه سیمې ته رسېدلي دي .

دسیاسې چارو دشنونکو په اند دا ویره موجوده ده چې د قذافي دحکومت له ړنګېدو ورسته به په هیواد کې اوږدمهاله کورنۍ جګړه پیل شي او لیبایې عوام به د یومستبداو جابر حاکم له منګولوڅخه له خلاصون ورسته به د یوبل نړیوال بشردښمن ملت !!! لویدیځوالو تر منګولو لاندې چې وار لمخه یې لا پرې ښخې کړې دې، راشي.

عــــابر مســــافر

باب العزیزیه په اړه د الجزیرې راپور:

{flvremote}http://aljazeera.net/mritems/streams/2011/8/22/1_1081280_1_12.flv{/flvremote}

د قذافی د نظام په ړنګیدا جشنونه:

{flvremote}http://aljazeera.net/mritems/streams/2011/8/22/1_1081287_1_12.flv{/flvremote}

بل راپور:

{youtube}Xhl_qJ8oHQM{/youtube}

په واشنګټن امریکا کې د سپیني ماڼۍ مخته لیبیایان خوشحالي کوي:

{youtube}7BZcq8MoFGw{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x