نظــر

د ډاکتر صاحب اشرف غنی په هکله د ارګ یوه قیصه

لیکوال: انجنیر سید احمد شاه سادات

د ۲۰۰۲ کال د اپریل میاشت وه ، زه او د افغان بیسیم د دولتی ارتباطاتو پخوانی ریس ښاغلی رامین ارګ ته ولاړو چه تر څو هر وزیر ته مبایل ورکړو. د خارجی محافظینو له تالاشی او د سپيو پواسطه د اجناسو له بوی کولو وروسته د وزیرانو د شورا د جلسی خونی دروازی ته ورسیدو.

د دروازی ګارد مونږ ته وویل چه جلسه دوام لري، او منتظر اوسۍ.

د لږ انتظار وروسته جلسه ختمه شوه او د جلسی ناستو وزیرانو ته دا وویل شول چه تاسی ته مبایلونه راغلي دي.

د جلسی د خونی د ور له پرانستو سره خو اول کرزی صاحب راووت د ستړی مشی وروسته  یی وویل څنګه یی ځوانه شه یی څه مو راوړی دي. ما ورته د مبایل سیټ ور وړاندی کړ او د افغان بیسیم د ارتباطاتو ریس ورته وویل چه دا فورمه د ثبت ده.

کرزی صاحب مبایل واخیست او ویی کاته ویی ویل چه کار کوی؟ مونږ ورته وویل چه بلی هو، په حرکت وو او د جلسی خونی اړخ ته په زینه پورته وخوت، مبایل او فورمه یی ورسره ولاړ سکرتر ته ورکړل.

نور وزیران سمدستی هم راووتل. مونږ سره تقریبآ ۳۰ مبایله په بکسو کی بند وو، د وزیرانو په وتو سمدم چور شروع شو او دوی دا فکر کاوه چه خلاص نشي او بی برخی پاتی نه شي. د افغان بیسیم دولتی ارتباطاتو ریس ورته غږ کړ چه صبر کوۍ هر یو ته مو یو یو دانه راوړي او ټولو ته رسي. په دی سره د وزیرانو ټیل لږ کم شو. ټولو وزیرانو یو یو سیټ او فورمه واخیسته، چه ګورو یوه فورمه او سیټ پاتی شو. او دا د ډاکتر صاحب اشرفغنی وه.

پوښتنه مو وکړه چه ډاکتر صاحب اشرف غنی چیری دی، یو تن وویل چه هغه اوس هم د جلسی په خونه کی دی. ورته ورغلو ګورو چه څه ورقی یی د میز پر مخ پرتی دي او هغه لولي، نو مونږ ورته د روغبړ نه وروسته فورمه او مبایل سیټ ور وړاندی کړ.

ډاکتر صاحب اشرف غني وویل چه دا څه دي؟ د افغان بیسیم د دولتی ارتباطاتو ریس ورته وویل چه صیب دا ستا مبایل او فورمه د ثبت ده.

په تعجب یی وویل چه رشوت راکوۍ، د افغان بیسیم د دولتی ارتباطاتو ریس ورته وویل چه نورو وزیرانو هم اخیستی دي، ویی ویل د هر چا خپل کار دی خو زه یی نه اخلم. ځکه چه که زه په دی موقف کی نه وای نو آیا تاسی به ماته دا سیټ راکړی وای؟ بس چه هر څومره ورته وویل شول چه رشوت نه دی وایی خله خو ویی نه منله او وایی نه خیست. دا مفتی د وزیرانونمری د ۰۷۰۰۲۷ څخه شروع کیدل او ډاکتر اشرفغنی دا نمره نه لري.

چه کله راغلو د افغان بیسیم دفتر ته نو د افغان بیسیم مالک الحاج احسان الله بیات ته مو کیسه وکړه چه ډاکتر صاحب اشرفغنی د مبایل سیټ وانه خیست. هغه سمدستی چه په خوا کی یی یوه ټاپه ایشودی وه په ډاکتر صاحب اشرفغنی یی ور خطا کړه او ویی ویل چه ما میفهمم که چرا نه ګرفت این افغان ملتی است و از دانش بوی افغان ملتی میایید ….

بیا څو ورځی وروسته د ډاکتر صاحب انورالحق احدی دفتر ته چه په هغه وخت کی د افغانستان بانک ریس وو د هغه د لیدو لپاره ولاړم، ډاکتر صاحب انورالحق د مبایلو څخه خبر شوی وو او ماته یی وویل چه ټولو ته مو مبایلونه ورکړل او زما مو څه کړ. ما ورته وویل چه هغه صرف د وزیرانو لپاره وو، ډاکتر صاحب په ځواب کی راته وویل چه زما پست خو هم د وزیر څخه کم نه دی، بیا هماغه وو چه بیا د افغان بیسیم ریس ورته د مبایل سیټ ورولیږه.

 نو ماته داسی معلومه شوه چه ډاکتر صاحب اشرف غني واقعآ چه پاک نفسه سړی دی. په هغه وخت کی دا دومره جدي وو او د وزیر په حیث یی یو مبایل سیټ چه یی ورته اړتیا هم وه وایی نه خیست. او اوس خو ننی وزیران هغه د مرحوم مولوی صاحب خالص خبره چه اوښان وهي په بډه.
والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتی علومو ماسټر او متحصص

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
KkK

زما درک خو دا دی چې په لږ شي څوک ځان نه بدناموي، بله دا څوک چې د دين نه تېر شو او د الله تعالی د حددودو پام نه ساتي هغې نه د هيڅ شي تمه مه کوئ!
و الله اعلم

سیف اللہ منصور

دغرت اواز یی په پرت دپټولو هڅه کړیده

ساپي

قدرمنولوستونكوزما نيكي هيلي اوسلامونه ومنئ . د ډاكترصيب اشرف غني يوه په زړه پوري قصه دباگرام دزندان به موهم لوستلي وي كله چي زندانيانودنه خوړواعتصاب كړي ول اودي ديوهيت په مشري دباگرام زندان ته ولاړاوهلته يي دمظلومومحبوسينوستونزي په يوكاغذ كي نوټ كړي خوپه سريي دباداريوعادي سپاهي ولاړ ووكله چي راروانيده نوسپاهي په ډيره سپين سترگي يي د ډاكترصيب بيچاره نه كاغذ واخيست او ورته يي وويله چي بهرته دكاغذ دويستلواجازه نه لري نوكله چي زندانيانوداوليدنو ورته يي وويله صيبه كاغذ يي درنه واخيست اوس به زمونږستونزي څرنگه نورومقاماتوته ورسي هغه ورغبرگه كړه چي فكرمه كوئ زه ډيره قوي حافظه لرمه… نور لوستل »

جاوید

سادات صاحب د سیاف یوه کیسه دې را په زړه کړه، یو پلا چا سیاف ته ویلي وه، چې د ځاځیو د غونډ قوماندان لرې کړه ډیرې غلاوې کوي، ده ورته ویلي وه چې اوس ماته دا کار مناسب نه ښکاري، ځکه چې موجوده قوماندان اوس موړ شوی چې غټه شوړه په لاس ورنشي وړې غلاوې نکوي، موږ به کوښښ کوو چې د غټو غلاوو یې مخنیوی وکړو، خو که بل هر څوک وټاکو، نو ترڅو چې هغه په وړو غلاوو مړیږي غونډ به یې ختم کړی وي؟! که چیرې اشرف غني دومره پاک نفسه وه، لکه ته چې وايي،… نور لوستل »

غوربندي

د مخابراتو ماسټر صیب تاسو ته سلامونه او احترامات زه ستاسو په لیکنه او حکایت کی شک او تردید نه کوم ما ډیر داسې ملکي او نظامي امریکایان لیدلي چې زمونږ په هیواد کې یې د ورسپارلي خدمت په دوران کې یي په خپله تنخواه بسنه کړې او د خپل کاري قراداد لخ مفاداتو بیرون یی یو ډالر خیانت هم نه دی کړی. ستاسو د لیکنې په تایید زیاتوم چې ډاکټر صیب اشرف غني رښتیا هم پاک نفسه سړی دی او فکر نه کوم چې تر اوسه به یې له بانک جهاني او یا هم په اوس وخت کې د… نور لوستل »

آصف حبیبي

ګرانو دوستانو ! ما دې سادات صیب لېکنه او پورته ټولې تبصرې په پوره دقت سره ولوستلې، له بده مرغه یوه ورور د (KKK) په نامه خو ان د بې دینۍ ټاپه په ډاکټر اشرف غني لږولې، سیف الله منصور خو د شمالي والو خبره بیخي بورې ته وتلی او ان په خپلې تبصرې کې ترې د ډرت او غرت اوازونه وتلي، ساپي صیب سیاسي ادبیاتو ته پوره پاملرنه کړې او معلومیږي چې د ښه شخصیب خاوند ده، د جاوید، او غوربندي صیب تبصرې هم له کنایو او نقدونو ډکې وې. خو هر سړی او خپل یې کار. زه نه… نور لوستل »

غوربندي

آصف حبیبي صیب تاسو ته سلام او احترام تاسو زما تعلیق زما په عُقده او کینه بنا بللي دي چی زما د تایید وړ نه دي که د سادات صیب پرتله نسبي یی، چې همداسې ده، نو زه پکې بیا هم تردید نلرم، په شخصي لحاظ د اشرف غني پونده له ټولې ټلوالې شرف لري، عبدالله عبدالله خو ډیر او په هر لحاظ نهایتا ترې ټیټ ده که د سادات صیب په دود د روسي او امریکایي اشغالګرانو پرتله وکړو نو روسان ډېر باغیرته، زړور، په دښمنی کې شفاف، د افغانانو په حق کې باناموسه او حربي او نړیوالو جریی… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close