ټولنیزه برخه

لومړی دیدن، د دوو کسانو د ټول ژوند د تعامل پرېکړه کوي!

تميم تکل

په لومړي دیدن کې لومړنی «اغېز» وروستی «اغېز» دی!
انسانان چې کله د لومړي ځل له پاره له یو بل سره مخامخ شي په دواړو طرفونو کې د (۳۰) ثانیو له پاره یو فایل خلاص شي. همدغه فایل د مقابل لوري تعریفونه ذخیره کوي. په دغو ۳۰ ثانیو کې هم لومړنۍ ثانیې مهمې وي.

مثلاً : سبا په یوه ځای کې په کار وگومارل شوې. هلته به له تاسره په شعبه یا دفتر کې ۱۰ کسان نور هم همکاران وي. د لومړي ځل له پاره چې ته دلته خپل کار پیلوې او له خپلو همکارانو سره د لومړي ځل له پاره ستړي مشي کوې او معرفي کېږې؛ نو د دغو ۱۰ کسانو په اړه ستا په مغز کې ۱۰ ویډيو گانې یا تصویري تعریفونه ذخیره کېږي.

د دغو ویډیوگانو موده به (۳۰) ثانیې وي. بیا مثلاً تر ۲ کلونو پورې دلته کار کوې؛ نو د کار په ټوله موده کې به دې له خپلو همکارانو سره هر اړخیز برخورد او چلن د هماغه تعریف له مخې وي چې ستا په ذهن کې د یوه تصویري فلم په بڼه ذخیره شوی دی.
یا مثلاً ستا د ژوند ملگرې ده. که دغې ملگرې یا مېرمنې په لومړي وار ستاسو «تأیید» وکړ، د ژوند ډېرې ستونزې به مو له همدې کوډ سره ختمې شي.
نو:
موږ باید هڅه وکړو، تر څو لومړنی اثر چې په نورو باندې یې ښندو یا یې په نورو کې پرېږدو، بهترین اثر وي. نن دومره وخت څوک نه لري چې تاته غوږ ونیسي او ته ورته شروع شې چې یاره زه دومره تحصیلات لرم، دومره حوصله لرم، دومره انسانیت لرم، دومره پیسې لرم، دومره اخلاق لرم.

د انسان «الف» نه واخله تر «ی» پورې ټول تعریفات په لومړنیو دېرشو ثانیو کې مقابل طرف مطالعه کوي او ثبتوي یې.

ډېر داسې کسان دي چې هېڅ زیان یې موږ ته نه دی را رسولی او نه مو د ایمان یا عقیدې مخالفین دي؛ خو هسې په هسې مو نه خوښېږي. ځینو بیا هېڅ گټه نه وي در رسولي؛ خو چټي دې په زړه باندې رسم شوی او خوښ دې دی. موږ د خلکو په اړه د قضاوت په پار، له هغو خامو موادو کار اخلو چې په لومړي دیدن کې مو ترلاسه کړي وو یا موږ د خلکو د ترازو کولو له پاره د لومړني دیدن له واحداتو کار اخلو.

لنډیز:
موږ انسانان یو. د نورو د تأیید او تثبیت له پاره اړتیا لرو. له تأیید پرته مو ژوند مخې ته نه ځي. موږ باید له هغه چا سره چې په ژوند کې د لومړي ځل له پاره دیدن کوو باید ښه اغېز او ښه تصویر پرېږدو. دا مو د ټولنیز حیثیت د لوړاوي په پروسه کې ډېره مرسته کوي. د افغانستان شرایطو ته په کتو، د «مثبت» تصویر له پاره حیا د شمزۍ حیثیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x