
افغانستان
جلال آباد کې داعش وسله وال د خپل ماین ښکار شول
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد کې څلور تنه داعش وسله وال د خپل ماین د چاودنې ښکار شول.
سیمه ییزې سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د جلال آباد ښار لومړۍ حوزې اړوند «زنګويي» سیمه کې د یوې ریکشا دننه چاودنه شوې.
په دغې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی، چې دا مهال د ننګرهار د صحت عامې روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې داعش وسله والو په یاده ریکشا کې بارودي توکي ځای پرځای کړي وو او په ښار کې دننه یې د برید پلان لرلو، چې خپل ماین ورباندې چاودلی، په چاودنه کې مړه او ټپيان ټول د داعش وسله وال وو.
د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون یوې سرچینې هم له یادې چاودنې څخه د یو داعش ټپي شوي کس د انتقال خبر ورکړی دی.
امنیتي چارواکو تراوسه ددې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.