شعـــــرونه

ستا د زلفو خوشبويۍ کې د جنت د وږمو کيف و/ بشارت

داد محمد بشارت

ستا د زلفو خوشبويۍ کې د جنت د وږمو کيف و
ستا د حسن پلوشو کې د څښتن د جلوو کيف و

پۀ مکه ام القری کې شوه نعره د توحيد پورته
د حجاز پۀ کنارو کې د لاهوت د نغمو کيف و

بشريت پۀ زخمي شونډو موسېدۀ او ورته خوښ و
بيا د نوي ژوند اُميد وو چې دا ستا د راتلو کيف و

د سپيڅلي عشق د ميو له جامونو نه خمار و
د حمزه څيرې سينه، که د بلال د زګيروو کيف و

اُحد تا باندې مين وو کعبه تا باندې شېدا وه
پۀ جماد کې هم د مينې او د عشق د جذبو کيف و

پۀ يوه موسکا دې زړونو ته نړۍ د ښکلا ورکړه
ستا د سترګو يو نظر کې د نړۍ د رنګو کيف و

بشارته.!! دا غزل خو دې څڅوبی و د شاتو
چې پۀ کې مې د خواږۀ اشنا د ياد د خوږو کيف و

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x